د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران رسنۍ: تحقیقات ښکاره کوي چې د رئیسي د الوتکې د غورځېدو علت خرابه هوا وه


رئیسی د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړ شوی
رئیسی د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې مړ شوی

د ایران رسنیو د یو لوړ پوړي مقام له خولې راپور ورکړی دی چې پلټنو ښودلې ده چې د ایران د مخکني ولسمشر ابراهیم رئیسي څرخي الوتکه د خراب موسم او ډېر وزن له کبله غورځېدلې ده.

رئیسي د مۍ په میاشت کې په دغې پېښې کې مړ شو. له رئیسي‌ سره په الوتکې کې د هغه د کابینې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعه امام محمد علي‌ الهاشم او د ختیځ اذربایجان والي مالک رحمتي هم سپاره وو.

د دوی الوتکه د روان کال د مۍ په ۱۹مه نېټه د ختیځ اذربایجان د «دیزمار په ځنګل» کې وغورځېده او ټول مړه شول.

د ایران د فارس خبري اژانس د دغه هېواد د یو امنیتي مقام، چې د دغو تحقیقاتو په اړه خبر دی، له خولې راپور ورکړی دی چې د ناسم موسم تر څنګ د الوتکې د غورځېدو بل عمده علت په الوتکې کې«ډېر وزن» و، چې الوتکه د پیلوټ له کنترو څخه وتلې وه.

خو، د ایران امنیتي‌ ځواکونو دا معلومات رد کړي‌ او ناسم یې بللي دي. د ایران امنیتي ځواکونو ویلي دي‌ چې په الوتکې کې د دوو اضافي کسانو د موجودیت په اړه، چې د امنیتي پروتوګو خلاف دی، د فارس خبري اژانس راپور «په بشپړ ډول ناسم» دی.

د ایران پوځ تېره میاشت ویلي ‌وو چې د رئیسي د الوتکو د غورځېدو په تړاو یې هېڅ ډول جنايي فعالیت موندلی نه دی.

د فارس خبري اژانس راپور ورکړی دی چې «امنیتي او اطلاعاتي بنسټونو خپلې ارزونې بشپړې کړې او پوره اطمینان دی چې دا یوه پېښه وه.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG