د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په قتل یو تورن کس په عام محضر کې اعدام کړ


آرشیف
آرشیف

په ایران کې د قضایه قوې رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې د دې هیواد حکومت یو تن چې د یو مدافع وکیل په وژلو تورن و، دوشنبه اګست ۲۶ ( وږي پنځمه) یې په عام محضر کې په دار وځړاوه.

د میزان خبري اژانس په راپور کې د اعدام شوي تن نوم ندی په ډاګه شوی خو دومره پکې ویل شوي چې هغه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د سمان په ولایت کې یو مدافع وکیل په ښکاري ټوپک د میرمنې او زوی په مخکې وژلی و.

بل پلو بیا د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا په یو راپور کې ویلي چې په دار ځړول شوی شخص ۲۰ کلن و او پدې یې هم اعتراف کړی و چې یوې جنایي ډلې ددې مدافع وکیل د وژلو لپاره د پیسو په بدل کې ګمارلی و.

په راپور کې نور جزیات ندي ورکړل شوي.

سره لدې چې ایران په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هر کال پکې ډیر کسان د بیلا بیلو جنایاتو له کبله اعدامیږي، خو دا په روان میلادي کال کې لومړی ځل و چې یو تن په عام محضر کې په ډار ځړول کیږي.

د ایران د بشري حقونو ادارې مشر محمود امیري مقدم چې مرکز یې په ناروې کې دی له نړیوالې ټولنې غوښتې چې په ایران کې په عام محضر کې اعدامونه وغندي.

په ایران کې معمولاً تورن کسان په زندانونو کې دننه په دار ځړول کیږي.

د بشري حقونو دا اداره وایي چې په ایران کې اکثریت هغوي اعدامیږي چې د مخدره موادو په قاچاق کې لاس ولري.

دې ادارې ویلي چې ایران په ۲۰۲۲ کال کې ۵۰۰ کسان اعدام کړیدي.

په ایران کې د وروستي ځل لپاره یو تن په ۲۰۲۲ کال کې په عام محضر کې اعدام شوی و. پدې کس دا تور و چې د حکومت پر ضد ولسي مظاهرو کې یې د ملیشو دوه غړي وژلي و.

د بخښنې نړیوال سازمان او نورو بشري حقونو ډلو د معلوماتو له مخې، د ایران اسلامي جمهوریت په نړۍ کس تر چین وروسته دویم هیواد دی چې ډیر کسان پکې هر کال اعدامیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG