د لاس رسي وړ اتصالات

افغانان د پیسو لپاره سوریې کې جنگیدل


افغانان وایي سپاه پاسداران په سوریې کې د خپل بریا لپاره دوی ته هر ډول پوځي روزنه ورکوله
افغانان وایي سپاه پاسداران په سوریې کې د خپل بریا لپاره دوی ته هر ډول پوځي روزنه ورکوله

د سوریې په شخړو کې د افغان جنګیالیو د حضور په اړه له څه مودې راپدې خوا خبرونه خپاره شوي خو اوس یوه افغان چې تازه د سوریې له جګړې ستون شوی د فرانسې خبري آژانس سره د خپل کړاو په اړه کېسه کړې ده.

٢٥ کلن شعیه مذهبه افغان چې ملیت یې هزاره دی د فرانسې خبري آژانس ته د نوم د نه اخیستو په شرط ویلي چې سوریې ته د تگ لپاره د ایران د سپاه پاسداران وړاندیز یې د بې وزلۍ او بې روزگارۍ له امله منلی و څو ایران کې د پاتې کیدو اجازه ترلاسه کړي.

دغه جنگیالی وایي چې یوازې د پیسو لپاره په ٢٠١٦ کال کې دوه ځلي سوریې ته د جگړې لپاره ته تللی.

"ایرانیانو به مونږ جگړې تشویقولو او ویل به یې چې د اسلام پیغمبر د لور، حضرت زینب نه دفاع وکړو. خو زما هدف یوازې د پیسو گټل و."

دغه پخوانی جنگیالی زیاتوي "هر څوک چې ما لیدل، د پیسو او ایران ته د ازاده ننوتلو لپاره یې دا کار کاوو. ما هیڅ داسې څوک ونه لیدو چې د مذهب لپاره دې جگړې ته لاړ شي."

دغه جنگیالی وایي په سوریې کې د بشارالاسد په ملاتړ جگړې لپاره دوي ته یو نیم میلیون تومان چې ۴٥٠ډالره کیږي ورکول کیدې.

د شمس په نوم د یو بل افغان جنگیالي لومړی ماموریت په ٢٠١٦ کال کې د سوریې پلازمینه دمشق ته پیل شو.

شمس وایي هلته د دوو میاشتو لپاره د یوې قطعې د امنیت لپاره وگمارل شو او بیا په ستمبر میاشت د سوریې حلب ته ولیږل شو.

"په حلب کې د کمین سره مخامخ شو. له سلو جنگیالیو څخه ١٥ پاتې شول. مړي ټول ایران ته ولیږل شول او په افغانستان کورنیو یې د مړي او قبر پرته د فاتحې مراسم ترسره کړل."

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور له مخې ایران شعیه مذهبه افغانان په نښه کوي چې د فاطمیون لوا کې د سوریې د حکومتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د داعش په وړاندې جگړه وکړي.

داعش په دې وروستیو کې په افغانستان کې د شعیه گانو جوماتونه په نښه کړي دي او لامل یې په سوریې کې د دې ډلې په وړاندې د افغان شعیه گانو جنگ ښودلی دی.

د تیرې جمعې په ورځ د کابل په دشت برچي کې د امام زمان په جومات کې په د داعش له خوا ځانمرگي برید کې ۳٩ تنه وژل شول او ۴٥ نور ټپیان شول.

د بشري حقونو د څار سازمان وایي، د فاطیمیون په نوم د وسله والو افغانانو په ځانګړي لښکر کې چې ایران یې ملاتړ کوي، تر ۱۴کلنو پورې افغان ماشومانو د سوریې په جګړه کې ګډون کړی دی.

که څه هم ایران په سوریې کې د افغانانو د کره شمیرې له ورکولو ډډه کوي خو د دغه سازمان په وینا شاو خوا ١٥٠٠٠ افغانان د فاطمیون په نوم لوا کې جذب شوي دي.

په افغانستان کې د ٢٠١۴ کال په پای کې د امریکا په مشرۍ د ناتو د جنگي ماموریت د ختمیدو وروسته ډیر افغانان بې روزگاره شول او د ښه ژوند په لټه ایران ته مهاجر شول.

د سوریې له جگړې نه راستون شوی جنگیالی وایي "که افغان ملي اردو مونږ ته هغمره پیسې راکړي چې سپاه پاسدارن راکوو مونږ به ولې هلته تلو. مونږ خو لیوني نه یو چې د پردي هیواد لپاره جگړه وکړو."

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان له راپوره وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اوکتوبر کې په ایران غږ وکړ چې سوریې ته د افغان تنکي ځوانانو لیږل بند کړي.

د افغانستان د پارلمان غړي رمضان بشردوست ووایي چې د ایران حکومت افغانان د غلام په توگه کاروي.

ښاغلی بشردوست زیاتوي "له بده مرغه، افغان سیاستوال د افغانستان له خلکو نه ډیر د ایراني چارواکو سره نږدې اړیکې لري. دغه سیاستوال د افغانستان له خلکو زیات د سعودي، فرانسوي، امریکایي پاکساني او روسیې چارواکو سره نږدې دي. د افغانستان د خلکو، درد، غم او لوږه د افغان سیاستوالو لپاره د ډیرې اندیښنې خبره نده."

په قطر تور لگول کیږي چې د ایران په ملاتړ تندلارو ته ځای ورکوي. خو دوحه او ایران دا تورونه ردوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن پرون سعودي ته په سفر کې د سوریې او عراق ته د ایران له خوا لیږل شویو جنگیالیو باندې غږ وکړ د عراق او سوریې جگړه مخ په ختمیدو ده او بهرني جنگیالي دې خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

د اتلانتیک شورا په څیړنیز مرکز کې علي الفوني تخمین کړی چې د سپتمبر ٢٠١٣ کال نه راپدیخوا په سوریې کې څه د پاسه ٧٦٠ افغانان وژل شوي دي.

له سوریې نه راغلي جنگیالي ویلي چې دوی سره پاکستاني، عراقي او د نورو هیوادونو شعیه مذهبه جنگیالي هم وو.

XS
SM
MD
LG