د لاس رسي وړ اتصالات

مظاهره کوونکو ته د سپاه پاسداران د مشر خبرداری: 'شنبه د مظاهرو وروستۍ ورځ ده'


د ایران د ځواکمن انقلابي ګارډ مشر مظاهره کوونکو ته خبرداری ورکړی چې د شنبې ورځ به سړکونو ته د هغوی د راوتلو وروستۍ ورځ وي. د هغه دا څرکندونې داسې ګڼل کیږي چې امنیتي ځواکونه ښایي په دې هیواد کې د پراخو ناکراریو په وړاندې خپل عملیات ګړندي کړي.

په ایران کې تیره میاشت د اخلاقي پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې کردۍ مېرمن مهسا امیني له مړینې وروسته د مظاهرو لړۍ روانه ده چې د رویترز اژانس په وینا د ۱۹۷۹ کال د انقلاب راوروسته ددې هیواد د روحاني مشرتابه پر وړاندې یې یوه زړوره ننګونه رامنځته کړې ده.

د سپاه پاسداران قوماندان حسین سلامي په تندې لهجې سره وویل: "نن د بلوا وروستۍ ورځ ده. نور کوڅو ته مه راځی!" د ایران مذهبي مشرتابه په هیواد کې د روانو اعتراضونو پړه د اسرائیل او متحده ایالاتو په ګډون په خپلو بهرنیو دښمنانو اچوي.

د ایران د سپاه پاسداران مشر حسین سلامي د روانو اعتراضونو په اړه زیاته کړه چې: "دا ناوړه پلان په سپینه ماڼۍ او صهیونیسټي رژیم کې جوړ شوی پلان دی."

د ایران انقلابي ګارد چې په مستقیمه توګه ددې هیواد ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته راپور ورکوي، د سپتمبر په ۱۶مه د مظاهرو د پیل راهیسې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره نه دی ګمارل شوي؛ هغه ځواک چې د مخالفینو د ځپلو ریکارډ لري.

سلامي چې د شاه چراغ پر زیارت د برید د قربانیانو د جنازې په مراسمو کې یې وینا کوله وویل: "د خپلې خاورې څو غولول شویو ځوانانو ته وایم چې د دښمن په رواني عملیاتو باید ونه غولېږي. پوهېږي چې د امریکا هیله تاسو د ایران ځوانانو ته څه ده؟ امریکا اعلان کړی چې موږ اسلامي جمهوریت ته ماتې نشو ورکولی او موږ باید ایراني ځوانان امریکایي کړو چې زموږ غږ واوري."

هغه زیاته کړه: "د امریکا خوب او زموږ د ځوانانو څخه د هغه د خوښې تصویر دا دی چې صرف ووژل شي، مهمه نه ده چې انقلابي ځوانان وي او که بلواګر ځوان، امریکا غواړي چې زموږ ځوانان وروسته پاتې شي، ښوونځي، پوهنتونونه، بازار او اقتصاد وتړل شي او سړکونه ناامنه او ناارامه وګورئ."

د سپاه پاسداران دغه جګپوړي چارواکي ټینګار وکړ: "د ګران ایران په اړه د امریکا انځور د بلواګرو له خوا د دولتي ملکیتونو سوځول او یو نیول شوی او وروسته پاتې هیواد دی."

د بشري حقونو ډلو ویلي دي چې په ټول ایران کې په مظاهرو کې لږ تر لږه ۲۵۰ مظاهره کوونکي وژل شوي او په زرګونو نیول شوي دي؛ کومې مظاهرې چې د ټولنې د ټولو طبقو په ګډون سره په یو ولسي پاڅون بدل شوی دی.

د ایران د استخباراتو وزارت او د سپاه پاسداران د استخباراتو څانګې د امریکا، بریتانیا، اسرائیل او سعودي عربستان جاسوسي ادارې د اسلامي جمهوریت د بې ثباته کولو لپاره د ناکراریو په تنظیمولو تورنې کړې دي.

دا پداسې حال کې دي د بشري حقونو یوې ډلې نن د شنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ وویل، د ایران امنیتي ځواکونو تیره شپه یو روغتون او د زده کونکو لیلیه په نښه کړې ده. د مهسا امینې د مړینې په غبرګون کې راپاریدلي اعتراضونه اومې اونۍ ته داخل شوي دي.

XS
SM
MD
LG