د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي ولې په ټرمپ باندې برید په هکله څه نه وایي؟


د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان جنرال امیر علي حاجیزاده په ۲۰۲۳ کال کې د ټرمپ د وژلو خبره کړې وه.
د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان جنرال امیر علي حاجیزاده په ۲۰۲۳ کال کې د ټرمپ د وژلو خبره کړې وه.

سره لدې چې په ټرمپ باندې د انتخاباتي غونډې پر مهال ډزو څخه درې ورځې تیرې شویدي خو د ایران اسلامپالو واکمنانو چې د پخوا راهیسې ښاغلی ټرمپ خپل دښمن بولي، تر اوسه په عامه توګه پدې برید تبصره نده کړې.

د ایران په دولتي تلویزونونو کې یوازې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید او مخکني جمهور رئیس ټرمپ باندې د برید شیبې ښودل کیږي او داسې فرضیې هم خپروي چې آیا دا برید په ریښتیا شوی که جعلي و.

ایران تر دې وړاندې ګواښ کړی و چې په ۲۰۲۰ کال کې ددې هیواد تر ټولو جګپوړي قوماماندان قاسم سلیماني د قتل غچ اخیستو په خاطر به په ټرمپ او نږدې همکارانو یې بریدونه وکړي.

ټرمپ ته تر ټولو په ډاګه ګواښ په ۲۰۲۳ کال کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د هوایي فضا قوماندان امیر علي حاجیزاده کړی و. هغه په دولتي تلویزیون کې ګواښ کړی و چې ټرمپ به د سلیماني بدل اخیستو په خاطر ووژني.

سره لدې چې امریکایي چارواکو ویلي چې د ټرمپ په غونډې باندې ډزې یو ۲۰ کلن امریکایي هلک کړي او بل چا پکې لاس نه درلود خو په امریکا کې مطبوعاتو د سه شنبې په ورځ ویلي چې پدې تیرو څو اوونیو کې په ښاغلي ټرمپ باندې د احتمالي بریدونو په غبرګون کې امنیتي تدابیر ډیر شوي.

د سي ان ان تلویزیون په یو راپور کې ویلي چې د سري خدمت ادارې چې د جمهور رئیسانو امنیت ساتي، د ښاغلي ټرمپ لپاره یې امنیتي تدابیر ځکه ډیر کړي چې د یوې "بشري سرچینې" څخه امریکایي چارواکو داسې استخباراتي معلومات تر لاسه کړي چې ادعا شوې ایران غواړي ټرمپ ووژني.

د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز ورځپاڼو هم د امریکایي چارواکو له قوله چې نومونه یې ندي یاد شوي، د ایران احتمالي ګواښ په هکله راپورونه ورکړیدي.

خو په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران سیاسي استازولۍ امریکا غږ ته ویلي چې دا تورونه "بې بنسټه او دښمنانه" دي.

د ایران سیاسي استازولۍ په یوې اعلامیې کې ویلي، "ټرمپ یو جنایتکار دی چې جنرال سلیماني وژلو امر ورکولو په خاطر باید د قانون په محکمې محاکمه شي او سزا ورکړل شي. ایران د قانون لاره غوره کړې چې هغه عدالت ته راښکل شي".

ها خوا بیا د متحده ایالاتو سري خدمت یا Secret Service د مطبوعاتو مشر د سي ان ان دې راپورونو ته په غبرګون کې ویلي چې امنیتي ادارو ته په دوامداره توګه د نویو ګواښونو په هکله معلومات ورکول کیږي او د همدې معلوماتو له مخې د اړتیا سره سم اقدام کوي.

د دې ادارې په اعلامیې کې راغلي، "مونږ په کوم ځانګړي ګواښ تبصره نکوو او یوازې دومره وایو چې د سري خدمت اداره ګواښونه جدي بولي او شرایطو سره سم غبرګون ښیي".

د ایران تسنیم خبري اژانس چې سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه یې چلوي، د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انځور یې خپور کړی چې د هغه مخ په وینو ککړ دی او ورسره یې په فارسي ژبه لیکلي، "وینه او سرکوزی".

امریکایي چارواکي وایي چې تر اوسه په ټرمپ باندې د برید انګیزه نده معلومه شوې او برید ګر هم په هماغه ورځ وژل شوی.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزیر ویلي چې په ډونالډ ټرمپ باندې برید په امنیتي چارو کې داسې "ناکامي" وه چې دویم ځل پیښیدو ته باید پرې نښودل شي.

الیهاندرو مایورکاس د سي ان ان تلویزیوني شبکې سره په مرکې کې ویلي چې په ښاغلي ټرمپ د برید په هکله په خپلواکه توګه ارزیابۍ روانې دي چې معلومه شي دا برید څنګه پیښ شو، ولې پیښ شو او د همدې ارزیابیو په نتیجه کې به وړاندیزونه وشي چې دا ډول برید بیا ونشي.

د متحدو ایالتونو د فدرال تحقیقاتو ادارې، اف بي آی اعلان کړی چې د توماس متیو کروکس په نوم یې یو ۲۰ کلن کس د ډونالډ ټرمپ د ترور په هڅې کې د "دخېل فاعل" په توګه پېژندلی دی. دا په تېرو څو لسیزو کې په امریکا کې د سیاسي خشونت یوه تر ټولو لوړه قضیه بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG