د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د کورنیو چارو وزیر: په مشهد کې برید د افغانستان د ملت حیثیت نه زیانمنوي


د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د امام رضا په روضه کې تازه برید چې یو روحاني پکې ووژل شو د "لویدیځ کار" وبوله او زیاته یې کړه چې دا برید د ایران لپاره د افغانستان د ملت په حیثیت کې د خلل او عیب پیدا کیدو سبب نه کیږي.

په ایران کې مطبوعاتو ویلي هغه بریدګر، چې تېره ورځ د اپریل په پنځمه نیټه (وري۱۶) یې د مشهد ښار د «امام رضا» په روضه کې یو روحاني په چاقو وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل، له پاکستان څخه ایران ته داخل شوی و او په خټه ازبک و.

د ایران د تسنیم خبري‌ اژانس پرون چهارشنبه راپور ورکړ چې بریدګر عبدالطیف مرادي نومېږي‌، اوزبیک دی او له پاکستان څخه ایران ته تر داخلېدو وروسته د مشهد د مهرا اباد سیمه کې اوسېده.

سره لدې چې په ټولنیزو شبکو کې ویل شوي چې برید ګر افغان و خو ایراني چارواکو تر اوسه نده تائید کړې چې آیا بریدګر په ریښتیا د افغانستان تبع و که نه خو یوازې همدومره یې ویلي چې هغه یو کال وړاندې په غیر قانوني توګه د پاکستان څخه دې هیواد ته ورغلی و.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل، "دښمن هڅه کوي د دوستو ملتونو تر د قومي او مذهبي اختلافاتو څخه ګټه واخلي چې نشي یې کولی... افغانستان او ایران د یو ملت خلک دي. دواړه یې ګډې تمدني سابقه او ریښې لري او دښمن کوښښ کوي په ایران کې د افغانانو تر منځ ویره او د ایران د ولس تر منځ د افغانانو څخه ویره پیدا کړي چې پدې کار کې بریالي کیدی نشي."

د ایران سرکاري خبري اژانس (ارنا) د ښاغلي وحیدي له قوله لیکلي چې د افغانستان تر ټولو غوره ځوانانو د "تکفیري جریاناتو" سره په مبارزې کې وژل شوي او پدې یې ټینګار کړی چې "دا د افغانستان د ملت په حیثیت د داغ پیدا کیدو سبب نه کیږي"

په همدې حال کې د ایران دولتي خبري اژانس په یو راپور کې ویلي چې د حجت الاسلام صادق دارابي په نامه روحاني چې د امام رضا په روضه کې په برید کې ټپي شوی و، د ټپونو له کبله مړ شو.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د سوریې په کورنۍ جګړې کې لس ګونه زره افغان کډوال چې ډیری یې ځوانان و، جلب او جذب کړل او تر نظامي روزنې وروسته یې د "فاطمیون لوا" په چوکاټ کې جګړې ته واستول چې د هغه هیواد د جمهور رئیس بشارالاسد په ملاتړ د اسلامي دولت یا داعش او نورو وسله والو ډلو په خلاف جګړه وکړي.

ډیری دا ځوانان په ایران کې د بې روزګارۍ، یا هم د مذهبي عقیدو او یا هم د خپلو ځانونو او کورنیو لپاره د ایران د تابعیت اخیستو له کبله د فاطمیون د لوا سره یو ځای شوي و.

په ایران کې یو شمیر افغان کډوالو ویلي چې په مشهد کې د برید څخه وروسته نه یوازې د ایران څخه په زور د افغانانو ایستل ډیر شوي او هم په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د ځورولو پیښې ډیرې شوې.

ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې او په خپلواکه توګه یې ریښتینولي نده ثابت شوې پکې ښودل کیږي په ایران کې عام خلک افغان کډوال وهي ډبوي او یا یې سپکاوی کوي.

په یوې ویډیو کې یو ایرانی سړی چې مخ یې نه لیدل پداسې حال کې لیدل کیږي چې یو افغان کډوال یې د لاس څخه نیولی او هغه د چاقو په زور مجبوروي چې افغانانو ته سپکې سپورې ووایي.

په یوې بلې ویډیو کې یوه ډله ایرانیان لیدل کیږي چې د سړک په غاړه یو افغان کډوال په سوکانو او څپیړو وهي. د ویډیو په پای کې چې لا یې ریښتینولي نده ثابته شوې لیکل شوي چې دا افغان کډوال په مشهد کې د برید له کبله قهریدلي ایرانیان یو افغان کډوال وهي ډبوي.

ځینې نورې داسې ویډیوګانې هم په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې چې پکې ښودل کیږي د ایران امنیتي ځواکونه په افغان کډوال په نظامي موټرو کې سپروي او په زور یې افغانستان ته شړي.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي، په روانه میاشت کې ۲۲۳۴۰ افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي او یا پخپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت نن پنجشنبه اپرېل اوومه (وري ۱۸) ویلي چې تېره ورځ ۲۹۶۳ افغان ډوال له ایران څخه د نیمروز بندر له لارې په زور او داوطلب ډول هیواد ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس له دغه کډوالو څخه ۲۲۶۱ په زور له ایران څخه ایستل شوي او ۷۰۲ تنه پخپله خوښه هیواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د تیرې سې شنبې (وري ۱۶مه) هم له ایران څخه ۴زره ۸۹۶ کډوال له ایران څخه په زور او داوطلب ډول هیواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG