د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي توغندي یې امریکایي عسکر په نښه کولی شي


د ایران د سپاه انقلاب مشر د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې دیته ضرورت نلري چې د توغندیو د واټن ویشتلو صلاحیت زیات کړي ځکه چې اوس هم د هغوي توغندي امریکایي عسکر په نښه کولی شي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي چې د ایران د توغندیو د پروگرام د مخنیوي لپاره په هغوي اقتصادي بندیزونه ولگوي. د ایران د سپاه انقلاب مشر جنرال محمد علي جعفري وایي چې "بندیزونه به د ایران د توغندیو شمیره او د هدف ویشتلو وړتیا لا نوره زیاته کړي."

تیره میاشت ولسمشر ټرمپ د ایران سره د اتومي وسلو د مخنیوي په سر موافقه تائید نکړه او امریکا یې ترینه وویستله. امریکا او د نړۍ شپږو قدرتمنو ملکونو د ایران سره د اتومي وسلو د مخنیوي په سر دغه موافقه لاسلیک کړي وه چې په بدل کې یې د ایران نه اقتصادي بندیزونه لیرې کړي و.

تیره اونۍ د کانگرس غړو په ایران د نوي اقتصادي بندیزونو د لگولو په پلوۍ رایگیري وکړه چې هدف یې د ایران د بالیستک توغندیو د پروگرام مخنیوی دی.

ولسمشر ټرمپ د خپلو متحدینو نه غوښتي دي چې د ایران په هکله دې د امریکا د دریځ ملاتړ وکړي او د ایران د توغندیو د پروگرام د ځبلو لپاره دې جدي او سخت اقدامات وکړي.

جعفري د خپل توغندیو د سرعت او د واټن ویشتلو د وړتیا په هکله وویل "زمونږ توغندي ٢٠٠٠ کیلومیټرو پورې واټن ویشتلې شي او مونږ کولی شو چې دغه لا نور زیات کړو. خو مونږ په دی باور لرو چې د امریکایي عسکرو د نښه کولو لپاره دغه هم پوره ده."

جعفري وویل چې امریکا غواړي د ایران اقتصاد ته تاوان ورسوي.

امریکا وایي چې د ایران د توغندیو پروگرام د نړیوالو قوانینو نه سرغړونه ده ځکه چې دغه توغندي اتومي کوپړۍ هم انتقالولی شي.

XS
SM
MD
LG