د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: له افغانستان څخه د متامفتامین قاچاق زیات شوی


د متامفتامین نشه یې ماده
د متامفتامین نشه یې ماده

د ایران د نشه یي توکو سره د مبارزې ادارې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د تولید له کمیدو د هرکلي په ترڅ کې دغه هیواد ته له افغانستان څخه د متامفتامین د قاچاق د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

د ایران د اینسا خبري اژانس د دغه هیواد د نشه يي توکو د ادارې د رئیس سکندر مومني له قوله ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د تولید د کمیدو باوجود د نشه يي توکو د قاچاق حجم کې بدلون نه دی راغلی.

ښاغلي مومني ویلي: " د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د نشه یي توکو د کشف د کچې شمیرنو پراساس نه یوازې مو له افغانستان څخه د نشه يي توکو د حجم په کچه کې کوم بدلون نه دی احساس کړی، بلکې د بل پلوه د متامفتامین د قاچاق په حجم کې په اوسط ډول په کال کې د ۲۰ فیصده زیاتوالی شاهدان وو".

ددې دمخه د افغانستان بل ګاونډي تاجیکستان هم ویلي و چې له افغانستان څخه دغه هیواد ته د نشه يي توکو په قاچاق کې کموالی نه دی راغلی.

د تاجیکستان د نشه يي توکو د کنټرول ادارې تیره میاشت ویلي و چې ددې سره سره چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید منع شوی، خو له دغه هیواد څخه تاجیکستان ته د نشه يي توکو د قاچاق په کچه کې کموالی نه دی راغلی.

ددې ادارې د شمیرنو له مخې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان او تاجیکستان په سرحدي سیمو کې له ۲.۵ ټنو څخه زیات نشه يي توکي کشف او ضبط شوي دي.

د ملګروملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې (UNODC) د تیر ۲۰۲۳ کال د یو راپورکې ویلي و، چې له افغانستان څخه ددغه هیواد ګاونډیو او سیمې هیوادونو ته د متامفتامین په قاچاق کې په چټک ډول زیاتوالی راغلی دی.

دغې ادارې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر لسم (وږي ۱۹) په یو راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان او ددغه هیواد په نږدې ګاونډیو هیوادونو کې د متامفتامین قاچاق دولس برابره زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په دې راپور کې ویلي چې د متامفتامین قاچاق په چټک ډول د نشه يي توکو د تولید اوغیرقانوني بازارونو ته د دغو توکو د احتمالي بڼې بدلیدل ښيي.

د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې یو کارپوه هنز یاکوب شندلر وايي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د اپینو د تولید د کمیدو سره سره د متامفتامین تولید چې ډیرعاید لري په دغه هیواد زیات شوی دی.

د هنز یاکوب شندلر د وینا له مخې متامفتامین په افغانستان کې یو نوی شی دی، ځکه چې د هغه د وینا پر اساس تر ۲۰۱۹ کال پورې دغې نشه يي مادې د افغانستان په اقتصاد کې هیڅ رول نلره. د شندلر د وینا پراساس متامفتامین په صنعتي ډول تولیدیږي او د همدې له امله دا ماده په نړۍ کې کنټرول شوې ده او ورته لاس رسی ډیر سخت شوی دی.

متامفتامین یا مت د عصابو په مرکزي سیستم باندې زیان لرونکي او تلپاتې اغیزې پریږدي، د یخ ډوله کرستلي یا ښیښې بڼه لري او په اوبو او الکولو کې په اسانۍ سره حل وړ پوډرو باندې بدلیږي. دا نشه يي ماده په تور بازار کې د شیشه په نوم هم یادیږي.

دا نشه يي توکي اکثره د یو بوټي څخه، چې "افدرا" نومیږي او په پراخه کچه په سیمه کې وده کوي "افدرین" لرونکي دي، چې کولی شي ددغو درملو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي.

په افغانستان کې دا توکي د اومان په نوم د بوټي څخه چې په دغه هیواد کې په طبیعي ډول وده کوي ترلاسه کیږي. د طالبانو حکومت په تیرو دوو کلنو کې په لویه کچه ددغې بوټې د زیرمو د ضبطولو خبرونه ورکړي دي.

ملګرو ملتونو هم ویلي چې په افغانستان کې په کال کې د نشه يي توکو کشف او ضبط په وروستیو پنځه کلنو کې د ۲.۵ ټنو څخه ۲۹.۷ ټنو ته زیات شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG