د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: په اتومي موافقې کې بیړه نکوو


د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعناني.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعناني.

پداسې حال کې چې د ایران او نړۍ د ځواکمنو هیوادونو تر منځ مذاکرات چې هدف یې د ایران د اتومي موافقې سره د متحده ایالاتو او ایران بیرته یو ځای کول دي، په ټپه ولاړ دي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نړۍ په غوښتنې به دې موافقي کې بيړه ونکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند ناصر کنعاني پدې هکله په اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، " هغوي (د نړۍ ځواکمن هیوادونه) غواړي چې ایران دې ژر پریکړه وکړي. هغوي ټینګار کوي چې وخت محدود دی او ایران باید ژر ځواب ورکړي".

ښاغلي کنعاني زیاته کړه چې د "ایران اسلامي جمهوریت به د بیړۍ په بهیر کې د هیواد بنسټیزې ګټې قرباني نکړي".

سره لدې چې د اتومي موافقې د بیرته ژوندۍ کیدو پر سر خبرې په ټپه ولاړې دي خو دې ایراني چارواکي وویل "که متحده ایالات رغنده او مثبتې کړنې وکړي، موافقې ته رسیدل نږدې دي."

ایران پداسې حال کې په اتومي موافقې کې د بیړي نه کولو خبره کوي چې د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي یو جګپوړي سلاکار جولای ۱۷ د الجزیرې تلویزیون ته ویلي چې ایران په تخنیکي توګه ددې وړتیا لري چې اتومي بم جوړ کړي خو دا پریکړه یې لا نده کړې چې آیا دا بم جوړ کړي که نه.

کمال خرازي دا څرګندونې منځني ختیځ ته د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د سفر څخه یوازې یوه ورځ وروسته کړي. ښاغلي بایډن په سعودي عربستان او اسرائیل کې د رسمي سفرونو پر مهال هوډ څرګند کړی و چې ایران به پرې نږدي اتومي وسلې تر لاسه کاندي.

سره لدې چې ایران تل ویلي اتومي پروګرام یې یوازې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی خو د خامنه اي د دې جګپوړي سلاکار د څرګندونو څخه داسې معلومیږي چې ایران ښایي د اتومي وسلو د جوړولو لپاره لیوالتیا ولري.

ایران او د نړۍ ځواکمنو هیوادنو چې په ۲۰۱۵ کال کې کومه موافقه لاسلیک کړې وه، پکې د ایران څخه غوښتل شوي و چې د فردو په اتومي بټۍ کې به یوازې د څیړنې او پراختیا اړوند فعالیتونه کیږي او د سنټرفیوژونو څخه به د اتومي فعالیتونو لپاره کار نه اخیستل کیږي.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

دا لومړی ځل ندی چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو خبره کوي. د دې هیواد د استخباراتو د ادارې مشر هم تیر کال ویلي چې د لویدیځو هیوادونو فشارونه ایران د اتومي وسلو جوړولو خوا ته ورټیل وهي، پداسې حال کې د دې هیواد ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي د ۲۰۰۰ کال په پیل کې په یوې فتوا کې د دې وسلو په جوړولو بندیز لګولی و.

XS
SM
MD
LG