د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د جرمني کلتوري مرکزونه تړلي


ایراني‌ پولیس په تهران کې د ګوته انستیتیوت مخې ته
ایراني‌ پولیس په تهران کې د ګوته انستیتیوت مخې ته

د ایران قضائیه قوې سه شنبې اګست ۲۰ (زمري ۳۰) وویل چې په دغه هېواد کې د جرمني له دولت سره تړلي دوه کلتوري مرکزونه یې تړلي دي.

له دې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په جرمني کې یو شمېر اسلامي مرکزونه له ایران سره د تړاو په تور وتړل شول.

د ایران د قضائیه قوې د میزان رسنۍ په راپور کې ویل شوي: "د جرمني له دولت سره تړلي غیرقانوني دوه مرکزونه چې د ایران د قوانینو خلاف په ګڼ شمېر غیرقانوني کړنو او مالي سرغړونو کې لتاړ وو، د سه شنبې په ورځ د قضايي چارواکو په امر وتړل شول."

راپور زیاته کړې چې په ایران کې "د جرمني سره تړلیو نورو مرکزونو د سرغړونو په اړه راپورونه" ترلاسه شوي او په اړه یې تحقیقات روان دي.

د ایران د نور خبري اژانس ویلي چې تړل شوي دوه مرکزونه د جرمني د کلتوري ګوته انسټیټیوټ څانګې دي.

جرمني د جولای په ۲۴مه د هامبورګ پر اسلامي مرکز باندې د ایران سره د تړاو او په لبنان کې د ایران ملاتړې حزب الله ډلې سره د اړیکو په تور بندیز ولګوه.

ایران د جرمني دغه اقدام وغنده، هغه یې "له اسلام سره دښمني" وبلله او په اړه یې د جرمني سفیر احضار کړ.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تور پورې کړ چې که څه هم دغه مرکز ځان له سیاست څخه لیرې مذهبي تنظیم باله، خو د دوی څېړنو موندلې چې دغه مرکز د جرمني د قانون خلاف په افراطي چارو کې ښکېل و.

وزارت په یو بیان کې وویل چې "په جرمني کې د هامبورګ پر اسلامي مرکز او ورسره تړليو ټولو تنظیمونو باندې یې د اساسي قانون خلاف د هڅو او په افراطیت کې د ښکېلتیا له کبله بندیز لګولی دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG