د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د روسیې او ترکیې د جمهور رئیسانو کوربه دی


د روسیې جمهور رئیس ولادیمر پوتین نن سه شنبې ۱۹ جولای (چنګاښ ۲۸) تهران ته ورسید.

دا په اوکراین باندې د روسیې د یرغل د پیل راهیسې، له روسیې څخه د باندې د پوتین دوهم سفر دی چې په لړ کې یې هغه هڅه کوي د اوکراین د موضوع په تړاو د اروپا او امریکا په وړاندې له سیمه ایزو قدرتونو سره اړیکې ټینګي کړي.

بلخوا د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان هم ایران ته تللی او په تهران کې یې له ایراني چارواکو سره کتلي دي.

اردوغان غواړي په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو له امله د روسیې او ایران انتقادونو ته ځواب ووایي. خو اردوغان دا هم په پام کې لري چې د اوکراین د بندو شویو غله جاتو د صادرولو دپاره یوه موافقه ترلاسه کړي.

د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي نن په تهران کې د ترکیې د جمهور رئیس سره کتلي. په دې مجلس کې د ایران جمهور رئیس ابرهیم رئیسي هم حضور درلود.

د ایران دولتي تلویزیون ددې لیدنې په اړه ویلي، چې خامنه يي د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ته وویل، چې د سوریې په شمال کې پوځي بریدونه به ټوله سیمه ناامنه کړي او ګټه به يي یوازې وسله والو ډلو ته ورسېږي.

په سوریه کې د کردي وسله والو پر ضد د ترکیې نظامي عملیات د تهران په مجلس کې د جمهور رئیس اردوغان د اجڼډا اصلي موضوع وه او نن يي په تهران کې د ایراني سیال سره مطرح کړه.

د ترکیې پوځ داسی قوت تیار کړی چې په سوریه کې د کردي جنګیالیو پرضد وجنګیږي. کُردي جنګیالي د پيشمرګه ډلې په نوم یادیږي، او انقره ادعا کوي چې د پیشمرګه ډله د هغو کردي یاغیانو سره اړیکې لري چې په ترکیه کې جنګیږي.

د ګلوبل سورس پارټنر څیړنېز مرکز غړی، اتیلا یسیلاډا وايي: "ایران په سوریه کې د ترکیې د روانې پوځي ښکېلتیا په اړه ډېر پر ځای انتقادونه لري. شاید هغه د همدې لپاره تللی وي چې قناعت ورکړي".

د ترکیې ځواکونه چې خپل سرحد ته څېرمه د سوریې ډيره ساحه په خپل کنترول کې لري، تهران په سوریه کې د انقرې د همدې نفوذ د پراخیدو له آمله اندیښمن دی ځکه سوریه خپل نژدې متحد ګڼي.

پخوانی ترکي ډیپلوماټ آیدین سیلجن وايي فکر نه کوي چې په دغو کتنو کې ایراني مشران پر اردوغان له دې امله نیوکه وکړه چې له سعودي او اسرائیل سره ښې اړیکي پالي.

اوس چې روسي ځواکونه د سوریې فضایي حریم کنترولوي، اردوغان د پوتین همکارئ ته هم اړتیا لري.

داسې تمه کیږي چې دا دواړه چارواکي به د تهران په خبرو کې هوکړه وکړي چې نړیوالو بازارونو ته د اوکراین بند پاتې شوي غله جات ولیږل شي.

د بون پوهنتون استاد، زایور ګسیموف وايي چې د اوکراین د غنمو صادرات او د سوریې موضوع دواړه له یو بل سره تړلي دي.

ښاغلی ګسیموف وايي چې په دې خبرو کې به اوس معلومه شي چې آیا ترکیه او روسیه ددې وړتیا لري چې په سیمه کې د خپلې ښکېلتیا په اړه له یو بل سره چنې ووهي.

ترکیې په دې وروستیو کې د یوې څلور اړخیزه مجلس کوربه توب وکړ چې، روسیې، اوکراین او ملګروملتونو پکې ګډون کړی و. ددی غونډې په اړه چارواکو ویلي چې د اوکراین په بندرونو کې د غله جاتو د صادرولو دپاره په خبرو کې پرمختګ شوی دی.

اردوغان د لویدیځو متحدینو لخوا هم له دې امله تر نیوکو لاندې دی چې د ایراني او روسي مشرانو سره ټینګې اړیکي پالي. خو څېړونکي وایي د ترکیې جمهور رئیس به هڅه وکړي په تهران زیاته اتکا څرګنده کړي چې منتقدین يې پوه شي دا اړیکې ورته څومره مهمې دي.

XS
SM
MD
LG