د لاس رسي وړ اتصالات

ښايي ټرمپ د ایران د اتومي تړون په اړه سخت دریځ غوره کړي


 دایران سپاه پاسدارانو په یوه رسم گذشت کې، دایران توغندي نندارې ته وړاندې کړل.
دایران سپاه پاسدارانو په یوه رسم گذشت کې، دایران توغندي نندارې ته وړاندې کړل.

دایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وايي هېواد ېې چمتو دی چې اټومي فعالیت له سره پیل کاندي، که چېرې ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٥ کال اټومی معامله ماته کړي.

د ولسمشر ډانلډ ټرمپ اداره غواړي چې د ایران سره په دغه مهمه اټومي معامله باندې له سره مذاکرات و‍ شي او په دې کې دایران پر توغندیو باندې او په منځني ختیځ کې دایران پر زیاتیدونکي اثر باندی محدودیتونه ولگوي.

ولسمشر ټرمپ وايي که په دغه معامله له سره غور ون‍شي، نو خپلو شریکانو ته ېې خبرداری ورکړی دی چې د مۍ په دولسمه به یې بیا تصدیق نکړي.

دامریکا او ایران د ٢٠١٥ کال تړون
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:50 0:00

ولسمشر ټرمپ لوړه کړېده چی دایران د ٢٠١٥ کالله اټومي موافقی نه ووزی. مگرداچی متحد ایالات له فرانسې ، جرمنی او برتانېې سره جوړ شی چی په دغه موافقه کې هغه بدلون راشی چی ولسمشر ټرمپ ېې سترنواقص اونیمگړتیاوې بولي.

له بل پلوه ایران په اوسنی موافقه باندې عمل کړی دی خو که امریکا د موافقی له اصلونه سرغړونه وکړي نو ایران به هم ځواب ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ویانا کې د کوبرگ هوټل له بالکنۍ نه له خبریالانو سره خبری کوي. دایران سره د پنځو جمع یو هیوادونو اټومي مذاکرات همدله کیدل. د جولای دویمه ٢٠١٥ کال
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په ویانا کې د کوبرگ هوټل له بالکنۍ نه له خبریالانو سره خبری کوي. دایران سره د پنځو جمع یو هیوادونو اټومي مذاکرات همدله کیدل. د جولای دویمه ٢٠١٥ کال

​دایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جوادظریف وايي: موږ د ځان لپاره څو لارې خلاصې پرېښې دي. په دې کې یوه لاره په ډېر زیات سرعت باندې د اټومي فعالیت له سره پیل کول دي. دغه شیان په معامله کې د ا حتمالي لارې په توگه ځای شویدي. ددې چمتووالی شته دی چی له هغو لارو نه کار واخیستل شی.کله چې مناسبه وه نو موږ به په دې اړه ضروريفیصله وکړو.

د ولسمشر یوشمیر نیژدې سلاکاران دایران په وړاندی د سخت دریځ د نیولو لپاره فشار اچوي. په منځنی ختیځ کې دامریکا متڅدین لکه سعودي عربستان او اسرائیل او د خلیج یوشمیرنور هېوادونه هم په همدې نظر دی. خو فرانسه ، برتانیه او جرمنی استدلال کوی چی له تهران سره اټومی موافقه تردې چې هېڅ موافقه ورسره ونلرو غوره کاردی.

د جرمني صدراعظمه انگېلا مرکل وايي: زه په دې پوهېږم چې په اسرائیل کې د ایران په اړه ډیرې اندېښنی شته دي؛ خو په دې باندې موږ موافقه نلرو. د عدم توافق مسله داده چی څنگه کولی شو ددې مخه ونیسو؟ داسرائیل صدراعظم په دې نظر دی چی داموافقه هغه ا منیت نه برابروي چی اسرائیل ېې تمه لري. خوموږ په دې باور یو چی داښه ده چی داموافقه ولرو نظر دیته چې هېڅ ېې ونلرو.

د جرمني صدراعظمې د اسرائیل د لسم چینل تلویزیون ته وویل دایران د بالیستیک توغندیو مسله د جدی اندېښنی وړده؛ جرمنی ، فرانسه او برتانیه په دې باندې بحث کوی چی په دې برخه کې نو ر پرمختگ څنگه وکړي.

د فرانسی ولسمشر ایمانویل مکرون ولسمشر ټرمپدیته هڅوی چی دایران د اټومی معاملې په اړه خپل تعهد ته ادامه ورکړي.ایمانوېل مکرون وايي موږ متبادل پلان نلرو. هغه استدلال کوي چې ایا داموافقه بشپړ ده ، نه ! ایا دا له ایران سره زموږ د اړیکو لپارهبشپړ پلان دی؟ نه ! خو ایا د اټومی مسلی په اړهبله غوره لاره شته ده.؟ زه ېې نه وینم . بله لاره شته ؟ نه دایران داټوم په مقابل کې بله لاره او پلان هم نشته. که په دې پلان غور وکړو نو دا د شمالی کوریا له حالت نه غوره دی.

دایران سره اټومی معامله داوباما په دوره کې شوې وه او دغرب اقتصادی بندیزونه پر ایران اسانه کوی خو په مقابل کې به تهران د اټومی وسلو فعالیتونه په ټپه دروی.

د جرمنی صدراعظمه انگېلا مرکل ددې اونۍ په اخر کې له ولسمشر ټرمپ سره ملاقات کوی، هغه څوک چېدایران سره اټومی معامله تر ټولو ناوړه معامله بولي. که چېرې ښاغلی ټرمپ دمی په دولسمه دا تصدیق نکړي چی ایران له موافقی سره سم عمل کوی نو دامریکا کانگرس د ایران خلاف بندیزونه بیرته لگولی شی.

خو یوشمیر زیات کسان ددې اقدام خلاف سلاورکوی ځکه دا اقدام د امریکا دریځ د یو باوری متحد په توگه په نړۍ والو معاملو کې له خطر سره مخامخ وی.

XS
SM
MD
LG