د لاس رسي وړ اتصالات

عراقچي: د اسرائيل په برید کې د ایراني جنرال وژل بې‌ځوابه نه پاتې کېږي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې اتم) خبرداری ورکړ چې په بیروت کې د اسرائيل په هوايي برید کې د اسلامي‌ انقلاب د سپاه پاسداران د یو لوړپوړي جنرال وژل کېدل به "بې‌ځوابه" پاتې نشي.

اسرائیلي ځواکونو د جمعې په ورځ د لبنان په پایتخت بیروت کې د حز‌‌ب‌الله پر مرکزي دفتر باندې هوايي برید وکړ چې په کې د دغه غورځنګ د مشر حسن نصرالله او یو شمیر نورو مشرانو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو لوړپوړی جنرال عباس نیلفروشان هم ووژل شول.

عراقچي وویل:‌ "له شک پرته چې د صهیونیستي رژیم دا ډاروونکی جنایت بې‌ځوابه نه پاتې کېږي او د دپلوماسۍ چینل به د جنایتکارانو او د هغوی د ملاتړو د تعقیب لپاره خپل ټول سیاسي،‌ دپلوماتیک،‌ حقوقي او نړیوال ظرفیتونه په کار واچوي".

د ایران اسلامي جمهوري د حسن نصرالله وژل کېدل چې ګوند یې د تهران له خوا تمویل او تجهیز کېږي په کلکه غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد جواد ظریف په تهران کې د حزب‌الله په دفتر کې د حسن‌ نصرالله د یادغونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل:‌ "د صهیونیستي‌ رژیم د جنایتونو په وړاندې به د ایران غبرګون په یو مناسب وخت کې او د ایران په خوښه ترسره شي او حتماً به په دې اړه په عالي کچه تصمیم ونیول شي".

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌یي د حسن نصرالله د وژل کېدو تسلیت ویلی او په ایران کې یې د پنځو ورځو عمومي ماتم اعلان کړی دی.

د ایران د نګهبان شورا مشر احمد جنتي د یکشنبې په ورځ وویل: "صهیونیستي رژیم به له شک پرته د خپل وروستي جنایت ځواب په ځواک سره ترلاسه کړي او د لیونتوب دا مسیر چې یې پیل کړی دی د هغوی د ژر پای ته رسېدو لپاره به یو پیل وي. د سید حسن نصرالله د وینې غچ به واخیستل شي او دا غچ به د صهیونیستي رژیم له منځه تلل وي".

یو شمیر ایرانیان تېره ورځ د ایران واټونو ته راوتلي‌ و او د لاریون په ترسره کولو یې د اسرائيلي‌ ځواکونو په برید کې د نصرالله او نیلفروشان د وژل کېدو په اړه غصه څرګنده کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG