د لاس رسي وړ اتصالات

ایراني چارواکي: د راسک د ترهګریز برید عاملینو ته به پریکنده ځواب ورکړو


د ایران د سیستان – بلوچستان په ولایت کې د پولیسو په یو مرکز د تیرې ورځې د برید وروسته د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې ددې برید عاملینو ته به پریکنده ځواب ورکړي.

ایراني چارواکو د جمعې په ورځ دسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۴) ویلي چې، ددغه هېواد د سیستان - بلوچستان په ولایت کې د پاکستان پولې ته څېرمه د پولیسو پر یو مرکز د وسله والو په برید کې ۱۱ ایراني پولیس وژل شوي دي.

د ایران د سیستان - بلوچستان چارواکو ویلي چې برید د شپې مهال شوی او په متقابلو ډزو کې یو شمېر بریدګر هم وژل شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې برید په اړه لیکلي: "د راسک د پولیسو په مرکز د تروریستانو ړنده حمله چې د پولیسو د څو تنو مامورینو شهادت سبب شوه د غندني وړ ده. ددې تروریستي برید عاملان او امران باید په دې پوه شي چې مونږ به پریکنده ځواب ورکړو".

د راسک د پولیسو مرکز د ایران په جنوب لویدیځ ولایت سیستان- بلوچستان کې د زاهدان ۵۰۰ کیلومترۍ کې د پاکستان سره په سرحد کې پروت دی.

دا برید د شپې پرمهال شوی چې په وروستیو کلنو کې په ایران کې ددغه حکومت د مخالفو وسله والو تر ټول خونړی برید ګڼل کیږي.

د جیش العدل په نوم یوې ډلې په تلګرام کې په یوه لنډه بیانیه کې ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی. د جیش العدل ډله د یوې تروریستي ډلې په توګه د ایران د حکومت په تور لیست کې شامله ده.

د نړیوالو اړیکو یو افغان کارپوه رضا قاسمي د ایران د کورنیو چارو وزارت خبرداري ته په پاملرنې وايي چې دا هیواد د سیمې د نورو هیوادونو په څیر تل ګواښونه کوي. د ښاغلي قاسمي پر وینا دا ګواښونه هیڅکله عملي شوي نه دي.

ښاغلي قاسمي وویل: "د جیش العدل ډله د افغانستان د نیمروز په ولایت کې عملیاتي او فزیکي حضور لري، د جیش العدل د ډلې ترڅنګ له ۲۵ پورې نورې تروریستي ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي او په دغه هیواد کې یې د روزنې او زده کړو مرکزونه پرانیستي دي او په پراخه کچه فعالیتونه ترسره کوي".

ښاغلي قاسمي وویل چې که چیرې د سیمې استخبارات د تروریستي ډلو د ملاتړ څخه لاس وانخلي نو کیدای شي دا به په ایران کې وروستی برید نه وي.

د ښاغلي قاسمي د دغو څرګندونو دمخه د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د جیش العدل د ډلې او د طالبانو سره د دغې ډلې اړیکو د لرلو ادعا کړې وه.

ښاغلي نبیل ادعا کړې چې جیش العدل ډلې د پاکستان د استخباراتو د ادارې په غوښتنه د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د پخواني جمهور رئیس اشرف غني د رژیم له امنیتي ځواکونو څخه د نیمروز ولایت د نیولو په جګړه کې هم د طالبانو په پلوۍ برخه اخیستې وه.

خو دا ادعاوې په خپلواک ډول نه دي تائید شوي او د طالبانو حکومت هم په دې اړه تراوسه تبصره نه ده کړې.

زاهدان، چې په ایران کې یو له څو سني اکثریتي ښارونو څخه دی، د څو میاشتو راهیسې د خونړیو لاریونونو شاهد و.

د تیر ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې د یو پولیس افسر لخوا پر یوې ځوانې نجلۍ د جنسي تیري د تور لګېدود راپورونو وروسته په دغه ښار کې لاریونونه پیل شوي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG