د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران استازي یو ځل بیا افغانستان کې د ټولشموله حکومت په جوړېدو ټېنګار کړی


افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي. (عکس ارشیف)
افغانستان لپاره د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي. (عکس ارشیف)

افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې ددغه هیواد سفیر حسن کاظمي قمي یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ټولشموله حکومت په جوړیدو ټینګار کړی دی.

د ایران د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې کاظمي قمي ددغه هیواد قم په ښار کې د میشتو افغان کډوالو په یوه غونډه کې ویلي:"مونږ د افغانستان د نویو حاکمانو سره د تعامل ترڅنګ، [هغوی ته] خپلې مشورې هم ورکوو. د ټولو قومونو د صالحو کسانو په ګډون دولت کولای شي په افغانستان کې د سیاسي ثبات او د بیا جوړونې د پیل رمز اوسي، چې د اسلامي جمهوریت [ایران] همدا ډول سیاست پرمخ وړي."

حسن کاظمي قمي ددغو څرګندونو دمخه هم د ایران حکومتي چارواکو په پرله پسې ډول په افغانستان کې د ټولو قومونو او مذهبي استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو د اړتیا یادونه کړې ده.

د ایران سربیره د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د وروستۍ سرمشریزې په پریکړه لیک کې هم په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو اړتیا یادونه شوې وه.

دغه سازمان د روان ۲۰۲۴ کال د مۍ د میاشتې په پنځمه په یو پریکړه لیک کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار د حقونو په ګډون د هغوی د اساسي حقونو څخه هم ملاتړ څرګند کړی وو.

په دې پریکړه لیک کې له طالبانو غوښتل شوي وو، چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات د ټینګیدو لپاره دې د ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره اقدامات ترسره کړي.

د بین الا فغاني خبرو له لارې د ټولشموله حکومت جوړیدلو مسلې ته د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې په هوکړه کې چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د میاشتې په پاې کې د امریکايي او طالبانو د چارواکو له خوا لاسلیک شوې هم ځای ورکړل شوی دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې طالبانو په دې هوکړه کې موافقه کړې چې یو نوي ټولشموله حکومت د جوړیدو لپاره به د نورو سیاسي ګوندونو د استازو سره خبرې وکړي.

ددې سربیره بشري حقونو ته درناوی په ځانګړي ډول ښځو، نجونو، قومي، مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکول د دوحې په تړون کې شامل مسایل دي.

خو طالبانو په پرله پسې ډول ویلي چې حکومت یې ټولشموله دی او د اسلام په چوکاټ کې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته دوی پابند دي. طالبانو ویلي چې هیوادونو ته په کار نه دي چې د افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاس وهنه وکړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک بیا ترلاسه کړی او د نږدې درې کلنو په تیریدو لا هم هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا ددغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره مخکې له مخکې شرطونه اعلان کړي چې په کې په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د زده کړو او کار حقونو او د قومي، مذهبي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د تروریستي ډلو سره د اړیکو پریکول شامل دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG