د لاس رسي وړ اتصالات

د ایراني پولیسو لخوا د افغان کډوالو وژلو ته د افغان حکومت غبرګون


افغان حکومت د ایران د سرحدي پولیسو لخوا په هغه هېواد کې پر افغان کډوالو ډزې د ټولو بشري او نړیوالو اصولو خلاف بولي او زیاتوي چې دغه موضوع جدي څیړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي، د شنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۱۷مه» نېټه له امریکا غږ سره مرکه کې وویل، چې د ایراني پولیسو په ډزو کې دوه افغان کډوال وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران په خاوره کې څلوېښت کیلومتره دننه رامنځته شوې ده.

شاغلي احمدي زیاته کړه چې د دغه پېښې ټپیان افغان پولې ته نژدې د ایران په خاوره کې د «سراوان» په نوم سیمه کې یو روغتون ته انتقال شوي دي.

هغه وویل:"موږ دغه موضوع تعقیبه و، زموږ قونسلګرۍ ته دنده سپارل شوې، چې د دغه پېښې له ټپيانو څخه لیدنه وکړي... پر کډوالو مخامخ ډزې د ټولو نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه برخه کې د ایران له دولت څخه د وضاحت غوښتنه وکړه چې د ښاغلي احمدي په وینا دغه کار باید په راتلونکې کې تکرار نشي.

تر دا مهاله ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په ایران کې پر افغان کډالو باندي د ایراني پولیسو د ډزو کولو لومړۍ پېښه نه دی، بلکې تر دې مخکې د دغه هېواد پولیسو پر هغه یو شمېر افغان کډالو ډزې کړي چې د دغه هېواد ته داخل شوي و.

XS
SM
MD
LG