د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي پوځ له داعش نه د موصل د پوره نیولو عملیات بیا پیل کړل


د امریکايي قواو په ملاتړ عراقي قواوې د موصل د ښار په لور روانې دي چې د اسلامي دولت د ډلې ترلاس لاندې سیمې بیرته ونيسي.

چارواکي وايي د موصل په لویدیځ کې یوشمیر کلي په وروستي جنگ کې بېرته نیول شویدي. عراقي قواو د اکټوبر د میاشتي د ۱۷ نیټې د جنگ نه وروسته د روان کال په سرکې د موصل ختیځه برخه بیرته ونیوله.

د امریکا په ملاتړ قواو د یکشنبې په ورځ د موصل د زاړه ښار د مرکز په لور حمله پیل کړه. دا سیمه د دجلي دسیند لویدیځ پلوه ته پرته او لاتراوسه د اسلامي دولت د ډلي په لاس کې ده.

جگړن عمرالشمارې وايي "موږ بریالي شوي یواو تاسي د اسلامي دولت د ډلي موټري اومړي په لارو کوڅوکې لیدای شي. دښمن دړې وړې کیږي".

خو اسلامي دولت ډله کوښښ کوي چې په عراق کې د خپلو پاتي مرکزونو د لاسه دورکولو مخه ونیسي.

جگړن حازیم کریم وايي "دښمن کوښښ کوي چې په لاروکوڅو او کورونوکې دبمونو په ایښودلو،د راکټ لنچرونو او دهاوانو په ډزو سره زموږ د پرمختگ مخه ونیسي خو موږپرمخ روان یو".

په زرگونو ملکیان د جنگ د پیل کیدونه دمخه له سیمي نه وتلي دي. د موصل جنوب پلوته د فبرورۍ د میاشتي په اخر کې نوی کیمپ پرانستل شواو ډیر ژر ډک شو.

د مهاجرود چارو د وزارت کارکونکی جسیم جبار وايي "دري زره خیمي لاپخوا ډکي شویدي او د مهاجرو او بی ځای شووخلکو د چارو وزارت کمپلۍ،پلاستکي څادري خواړه،د روغتیاساتني مواد، د ویړیا پټرولونه علاوه اضطراري شکورونه اودغازو دبلي په کمپ کې په دیره مهاجرو باندي ویشي."

خو دمهاجرو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږی نو مشکله ده چې دهر چا ضرورت پوره کړای شي. بې کوره شوی احمد عطیه بیا وايي "د خوړه راشن ډیر کم دی.صبرناري هیڅ درک نلری.ډیره گڼه گوڼه ده او ډوډۍ ډیره کمه ده،په یوه ډوډۍ جنگ کوي، بریښنانشته اود څکلواوبه نه پیدا کیږي".

د سره صلیب د کمیټي چارواکو د یکشنبي په ورځ وویل،د ځینو مهاجرو د هغوناروغیوعلاج پکار دی چې د کیمیاوي وسلو د استعمال پورې اړه لري. په عراق کې د سره صلیب د کمیټي نطاقه سرا الزوقارې وايي "دمارچ د میاشتي دلومړي نیټي نه راپدي خوا هغه روغتون ته چې زموږ طبي ټیم او جراحان پکې اوس کارکوي، پنځلس تنه راغلي دي. ددغو کسانو له معاینونه داسي ښکاري چېد کیمیاوي وسلو خطر ته مخامخ شویدي. په دغو پنځلسو تنو کې پنځه يي ماشومان او څلور يي ښځي دي".

د کیمیاوي وسلو استعمال جنگي جنایت دی. په اسلامي دولت ډلي باندي تورلگول شویدی چې په سوريي کې له دغو وسلونه کار اخیستی دی خو دا لومړی رپوټ دی چې وايي، په عراق کې له کیمیاوي وسلونه هم کاراخیستل شویدی.

XS
SM
MD
LG