د لاس رسي وړ اتصالات

د عراقي کردستان په مرکز د بالستیک توغندیو برید شوی خو تلفات نلري


Irbil
Irbil

کردي چارواکو د یکشنبې په ورځ د مارچ په دیارلسمې ( کب ۲۲) وویل چې د عراقي کردستان په پلازمینې اربیل باندې یو شمېر بالستیک توغندي لګېدلي دي. دغو چارواکو زیاته کړېده چې توغندي د عراق د خاورې له بهر څخه توغول شوي او تلفات نه لري.

د دغه برید مسئولیت تر دې دمه چا ندی اخیستی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند دغه برید غندلی او ویلي دي چې امریکایان په کې ندي وژل شوي او په اربیل کې امریکایی تاسیساتو ته زیان ندی اوښتی.

د عراق دولتي تلویزیون د کردستان د سیمې د استخباراتو د یو چارواکي له قوله ویلي چې د عراق له خاورې دباندې ۱۲ توغول شوي بالستیک توغندي د عراق د اربیل په ښار کې لګېدلي دي. تر اوسه نده معلومه چې دغه توغندي چیرته لګېدلې دي.

له دې برید مخکې د اربیل په نړیوال هوايي ډګر کې په میشتو امریکايي ځواکونو د ډرون او توغندیو بریدونه شويدي چې امریکايي چارواکو یې پړه په ایران پلوه ملیشو اچولې ده، خو په تیرو څو میاشتو کې دا ډول بریدونه، نه و شوي.

په عراق کې میشتو امریکايي ځواکونو باندې د بالستیک توغندیو لومړی برید د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په میاشت کې شوی و. دغه برید د بغداد په هوايي ډګر کې په همدې میاشت کې د امریکایي ځواکونو له خوا د ایران د سپاه پاسداران د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو په غچ کې شوی و.

په دغه برید کې هم کوم امریکايي‌ نه وژل شوی.

ایران پلوه شیعه ملیشو له دې مخکې هم په عراق او سوریې کې په امریکايي ځواکونو بریدونه کړي، چې واشنګټن یې ځواب په هوايي بریدونو ویلی دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ په سوریې کې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې د ایران د سپاه پاسداران دوه غړي ووژل شول. سپاه ژمنه کړې وه چې ددغه برید غچ به واخلي.

کردي چارواکو سمدستي ندي ویلي چې دغه توغندي چیرته لګېدلي دي. د کردستان د سیمه ایز حکومت یوه ویاند وویل د اربیل په هوايي ډګر کې پروازونه، ندی مختل شويدي.

XS
SM
MD
LG