د لاس رسي وړ اتصالات

حشد الشعبي د "امریکا په برید" کې د دغې ډلې د یو قوماندان د وژل کېدو خبر وکړ


د عراق د حشد الشعبي ملېشې ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي، د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ په څلورمه (مرغومي ۱۴) اعلان وکړ چې د دې ډلې یو پوځي قوماندان د "امریکا په هوايي برید" کې وژل شوی دی.

د عراق حکومت د دغې پېښې د غندلو پرمهال، دا یو ښکاره برید بللی او د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف یې د دې کار په ترسره کولو تورن کړی، خو بیا هم بغداد په ځانګړې توګه د دې کار پړه پر متحده ایالاتو نه ده اچولې.

د عراق د صدراعظم دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید په نتیجه کې د تاوتریخوالي د رامنځته کیدو د خطر په اړه د خبرداری په ترڅ کې ویلي دي: "د عراق وسله وال ځواکونه د نړیوال ایتلاف ځواکونه د دې ناحقه برید مسوول بولي."

یو عراقي امنیتي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، فرانس پرس اژانس ته وویل: "یوې بې پیلوټه الوتکې د حشد الشعبي د لوژستیکي ملاتړ مرکزونه په نښه کړل ... [د حشد الشعبي] دوه غړي وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي دي."

د حشد الشعبي ملیشه ډلې یو مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د وژل شویو کسانو شمېر تائید کړ او ویې ویل، چې امریکا په دې برید کې لاس درلود.

د حشد الشعبي ډلې یوې څانګې حرکت النجبا د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې "د بغداد لپاره [د حشد الشعبي] د عملیاتي قوماندان مرستیال مشتاق طالب السعیدي" په هغه برید کې چې هغه "د متحده ایالاتو یو ظالمانه برید وباله" وژل شوی."

تر اوسه د امریکا پوځي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي او په سیمه کې د امریکا پوځي مقاماتو او په بغداد کې د امریکا سفارت هم په دې اړه د خبري اژانسونو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د اسرائیل او حماس د جګړې له امله کړکېچونه زیات شوي او په دې وروستیو کې په عراق او سوریه کې امریکايي پوځیان د تندروانو له خوا د زیاتېدونکو بریدونو سره مخ شوي دي.

د امریکا پوځ د اکتوبر له نیمایي راهیسې په عراق او سوریه کې پر مختلفو هدفونو باندې له سلو زیات بریدونه کړي دي. د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویلي دي چې په عراق او سوریه کې د امریکايي پوځیانو بریدونه د هغو وسله والو او سخت دریځو ډلو د بریدونو په ځواب کې دي چې د امریکا پوځي اډې یې په نښه کړي دي.

اوس مهال په عراق کې ۲۵۰۰ او په سوریه کې ۹۰۰ امریکايي پوځیان د داعش پر ضد د نړیوال ایتلاف د یوې برخې په توګه ځای پر ځای شوي دي.

د حشد الشعبي د ملیشه ډلې دغه قوماندان دوه ورځې وروسته له هغه ووژل شو چې د حماس ډلې سیاسي مرستیال صالح العاروري د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیل په یو مشکوک برید کې ووژل شو.

همداشان له دغې پیښې څخه یوه ورځ مخکې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د مړینې د څلورم تلین د مراسمو په څنډه کې دوه خونړۍ چاودنې وشوې چې په نتیجه کښې یې لږ تر لږه ۸۴ تنه ووژل شول.

یو شمېر ایراني مقاماتو ادعا کړې چې د ایران په کرمان ښار کې د چهارشنبې ورځې په خونړیو بریدونو کې امریکا او اسرائیل لاس لري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایراني چارواکو دا ادعا رد کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG