د لاس رسي وړ اتصالات

په 'سنجار' کې ۷۰ ډله ایز قبرونه موندل شوي


دا ډول ډله ایز قبرونه د عراق په فلوجه، سلیمانیه او نور ښارونو کې هم موندل شوي.
دا ډول ډله ایز قبرونه د عراق په فلوجه، سلیمانیه او نور ښارونو کې هم موندل شوي.

د عراق حکومت او د ملګروملتونو یو هیات د شنبې په ورځ د موصل ایالت په شمال کې د سنجار په سیمې کې د یو ډلیزه قبر سپړل پیل کړي.

ددی قبر سپړلو په وخت د قربانیانو ګڼ شمیر خپلوان هم غونډ شوي وو. داسی ګمان کیږي چې په دې سیمې کې د یزیدي نارینه و، هلکانو او ښځو په شمول، په سلګونو خلک به په ډلیزه قبرونو کې خښ کړل شوي اوسي. تراوسه په سنجاز ښار کې تر اویا زیات ډله ایزه قبرونه موندل شوي. دا سیمه د ۲۰۱۵ په نومبر کې د داعش له جنګیالیو ازاده شوه.

ددی ډله ایزه وژنې یو ژوندې پاتې کس، ادریس بشر وایي په لمړنۍ ډله ایزه وژنې کې ژوندې پاتې شو او لمړنی ډله ایز قبر ایستل يي په خپلو سترګو ولیدو. د بشر په وینا کیدلی شي دوه درې کاله وخت ونیسي چې دا ټول قبرونه وسپړل شي او خلک يي وپیژندل شي.

زیاتې وژنې په موصل، تل افار او سنجار ایالتونو کې شوي.
زیاتې وژنې په موصل، تل افار او سنجار ایالتونو کې شوي.

د ندا سیلو په نوم یوې بلې نجلۍ وویل د هغې ورور چې په کوچو کلي کې مدني فعال و، هغه هم ورک دی او هره ورځ پدې هیله یو که ژوندې وي. ندا وایي ددی قبرونو په لیدو دا هیلې مړې شوې، ځکه دا بدبختي د کلونو راهیسې روانه وه اوس پدې مایوسه شوو چې دا یوه ریښتې تراژیدي شوه.

دا وژنه اکثره د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې شوي چې کله داعش وسله والو د سنجار ښار ونیو. د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نادیه مراد د همدې کوچو د کلي ده او اوس يي د ډله ایزه قبرونو د سپړلو په کار کې سهم اخستې. د نادیې په وینا په د یزیدیانو داسی فامیل نشته چې د سخت دریځو د لاسه يي زیان نه وي لیدلی.

XS
SM
MD
LG