د لاس رسي وړ اتصالات

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي نظام د احتمالي پاشل کېدو خبر ورکړی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو خبرداری ورکړی او ویلي دي چې ممکن د دغه هیواد ۹۰ سلنه روغتیايي مرکزونه او کلینیکونه بند شي.

دغه کمېټې پرون جمعه ناوخته جنورۍ اوومه (مرغومې ۱۷) په خپور کړي راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې د زیاتو کلینیکونو په بندېدو سره به په میلیونونه کسان له روغتیايي خدمتونو څخه محروم شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو له دغه هیواد سره خپل مالي کمکونه ځنډولي او همدارنګه د دغه هیواد په میلیونونو ډالر پانګه بنده شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي: "افغانستان دا مهال تقرییاً د ټولو اساسي خدماتو او روغتیايي سیستم د پاشل کېدو په حال کېدی چې د میلیونونو افغانانو خوشبختي له خطر سره مخ کوي. افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې د ملکي کار کوونکو لکه روغتیايي او تعلیمي کار کوونکو د حقوقو تامینولو په برخه کې پر نړیوالې بودجې تکیه و."

د ژغورنې نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې د افغانستان اقتصاد په دغه موده کې تر ډيره پر بهرنیو مرستو تکیه و او د افغانستان د پخواني حکومت ۷۵سلنه بودجه د نړیوالې ټولنې لخوا ورکول کېده.

په دغه راپور کې راغلي چې تر دې مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰میلیون کسانو د نړیوال بانک تر مدیریت لاندې یو پروګرام له لارې روغتیايي خدماتو ته لاس رسی لاره.

په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان او تمویلونکو ادارو سره له پرله پسې خبرو وروسته یو شمېر بنسټونو د افغانستان د روغتیايي پروژو سره د مرستې او ملاتړ ژمنه کړې ده.

د روغتیا وزارت معین عبدالباري عمر د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه خبریالانو ته وویل چې په تازه ګۍ سره د ۱۷ حوزوي او تخصصي روغتونونو مسؤلیت د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارل شوی دی.

ښاعلي عمر زیاته کړه د هغو روغتونونو د کار کوونکو شمېر چې مسؤلیت د سره صلیب نړیوالې کمېټې اخیستی دی تر ۱۰زره کسانو پوري رسیږي او په خبره یې د نومبر او ډسمبر میاشتې معاشونه یې هم ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کېده چې وړمه ورځ د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشل کېدو د مخنیوي هڅې جریان لري او په خبره یې تر دا مهاله یې د زرګونو روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدورس ادهانوم ګیبریسوس د پنجشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ شپږمه (مرغومې ۱۶) خبریالانو ته ویلي چې دغه سازمان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) سره په همکارۍ توانیدلی چې په افغانستان کې د ۲۵زره روغتیايي کار کوونکو معاشونه ورکړي.

په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ په اړه خبرداری

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په دغه راپور کې په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ په اړه هم خبرداری ورکړی او ویلي دي چې د افغانستان د اقتصادي نظام په پاشل کېدو او د وچکالۍ په دوام سره په ۲۰۲۲ میلادي کال په دغه هیواد کې د لوږې بېساری بحران رامنځته شي.

دغه کمېټې ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر وروستیو پورې د افغانستان شاوخوا نیمايي وګړي خوړو د سختې ناامنۍ سره مخ و. په دغه راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ممکن د روان کال په لومړیو کې د افغانستان ۵۵ سلنه خلک د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې پخپل راپور کې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي دي چې هغوی هم له زیات تاوتریخوالي په ځانګړي ډول د جنسیت او په کم عمر کې د ودولو له ستونزو سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد د بشري بحران سره مخ شو او تر دې مخکې بشري بنسټونو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي و چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکیمت وروسته دغه هیواد له بشري ناورین سره مخ شوی او تر دې مخکې نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د مرستو غوښتنې کړي وې.

د خوړو نړیوال سازمان (WFP)د تیري ډسمبر میاشتې د راپور له مخې په دغه هیواد کې څه باندې ۲۴ میلیونه خلک غذايي خوندیتوب نلري او څه باندې ۹۰ سلنه افغانان غذايي مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دبشري مرستو سازمانونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ساړه ژمې رارسېدو شرایط نور هم نازک کړي او په ټول افغانستان کې به په میلیونونو کسان له ستونزو سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG