د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش ډلې د کابل د چاودنې مسئولیت واخیست


Kabul Blast
Kabul Blast

د داعش د خراسان څانګې د کابل د دشت برچې د بمي چاودنې مسئولیت په غاړه اخیستی دی چې یو کس په کې ووژل شو او ۱۱ نور ژوبل شو.

دغې ډلې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمری ۲۱) د خپل تلګرام په چینل کې لیکلي دي چې «د افغانستان په مرکز کې د خلافت د یو سرتېري له لوري یو شیعه ووژل شو.»

چاودنه په ځايي وخت د مازدیګر شاوخوا پنځه بجې شوې ده.

تېره ورځ په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي وو: «د کابل ښار د دشت برچي سیمه کې په یوه مسافر وړونکي مرسیډیز موټر کې یو ځای پر ځای شوي ماین چاودلی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپیان دي او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.»

خالد ځدراڼ ویلي دي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.

ځینو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي دي چې چاودنه د برچي د تیلو ستېشن ته څېرمه شوې، دا د کابل ښار د ۱۳مې حوزې مربوطه سیمه ده.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په خپل ایکس حساب کې ویلي دي چې په دغې چاودنې کې اته زخمي کسان دغه روغتون ته انتقال شوي چې درې یې ښځې دي او د یوې زخمي وضعیت ښه نه دی.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شویو تصویرونو کې ښودل کېږي، چې یو زیانمن شوی موټر د سړک په غاړه ولاړ دی او یو کس یې تر څنګ پروت دی.

د داعش ډلې څو میاشتې مخکې په یو شمېر سیلانیانو باندې د برید مسئولیت هم منلی و چې شپږ تنه په کې ووژل شول.

که څه هم طالبان وايي چې دا ډله یې په افغانستان کې ختمه کړې ده، خو ملګري ملتونه وايي چې دا ډله په افغانستان کې فعاله ده او له افغانستان څخه د باندې یې د بریدونو تهدید هم موجود دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG