د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې داعش سره جګړه کې ۲۵ کسه وژل شوي


د کونړ ولایتي چارواکي وایي په څوکۍ کې جګړه نن سهار پیل شوې ده.
د کونړ ولایتي چارواکي وایي په څوکۍ کې جګړه نن سهار پیل شوې ده.

د کونړ ولایتي چارواکي وایي د اسلامي دولت یا داعش سره د افغان امنیتي ځواکونو په جګړه کې درې افغان سرتیري وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونمل محمد زمان عیار خبریالانو ته وویل چې په دغه جګړه کې ۲۲ داعش او درې حکومتي عسکر وژل شوي دي.

چارواکي وايي، جګړه نن سهار شپږ بجې د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل درې د چامبېل سیمه کې پیل شوې ده.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت امریکا غږ ته وویل چې داعش وسله والو د سیمه ییزو پاڅون کوونکو او یو شمېر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي چې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې ته په کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د کونړ ولایت د عامې روغتیا رییس ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عزیز الرحمن امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تر اوسه د اسداباد مرکزي روغتون او د څوکۍ روغتیايي مرکز ته درې جسدونه او نهه ټپیان وروړل شوي دي چې ټول نظامیان دي.

هغه وايي چې د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.

د سیمې یو اوسېدونکي حامد امریکا غږ ته وویل چې اوس هم سخته جګړه روانه ده او داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې له پاڅون کوونکو څخه ځینې سیمې نیولي دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د څوکۍ په دیوه ګل دره کې یوه میاشت وړاندې افغان ځواکونو د داعش پر وړاندې عملیات وکړل او يو شمیر سیمې یې ونیولې چې وروسته پکې افغان سرتیرو او ځايي پاڅونوالو پوستې هم جوړې کړې وې.

XS
SM
MD
LG