د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش پر ضد مبارزه څنګه روانه ده؟


په داسې حال کې چې سږکال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د شمالي کوریا او ایران د اټومي پروګرام په اړه بحثونو په رسنیو کې د خبرونو سرټکي جوړ کړل خو له ترهګرۍ او افراطیت سره پر مبارزې هم نړیوالو رهبرانو زیات ټینګار درلود.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن او د ۲۴ نورو هېوادونو جګپوړو مقاماتو په عراق کې د داعش پر ضد د روانې مبارزې پر پرمختګونو خبرې کړي دي.

امریکایي چارواکي وایې چی اوس ۶ میلیونه خلک په سوریه او عراق کې د داعش له حاکمیت پرته په یوه امنه فضا کې ژوند کوي.

د داعش پر خلاف د نړیوال ائتلاف لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي برټ مکګورک ویلي چې داعش جنګیالي باید تر تعقیب لاندې ونیول شي.

روسي چارواکي مني چې داعش جنګیالي په شا تمبول شوي خو اندېښنه شته چې جګړې به زیاتې شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایې چې "په سیمه کې د ثبات په خاطر نورې هڅې وشي"

بلخوا د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افریقایي هیوادونو له مشرانو سره ژمنه وکړې چې واشنګټن به د افریقا په وچه کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي

خو په اروپا کې بیا د تولنې مشرانو د داعش له خطر څخه اندېښنه ښودلې ده. د اروپايې ټولنې رئیس ډونالډ ټوسک ويلي چې په "اورپا کې پرله پسې ترویستي بریدونه دا جوتوي چی ګواښ دوام لري"

په آسیايي هېوادونو کې هم ترهګریز فعالیتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي. افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لمړۍ کرښه بلل کیږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان په کلنۍ غونډه کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چی افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

غني وویل:جگړه زموږ د خاورې جګړه نه ده، بلکې زموږ پر خاوره باندې کیږي."

XS
SM
MD
LG