د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد یو ځل بیا عصري وسلو ته د 'ټي ټي پي' د وسله والو په لاس رسي اندیښنه ښودلې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې له خوا په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو څخه پاتې شویو وسلو ته په لاس رسي او ددغه هیواد پرخلاف ورڅخه د کاراخیستلو په اړه يو ځل بیا ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۱(لیندۍ ۳۰) اسلام اباد کې د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر مهال وویل چې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې وسله والو سره د عصري وسلو شتون او استعمال څخه د رامخ ته شوي ګواښ د مخنیوی لپاره د نړیوالې ټولې ګډو هڅو ته اړتیا ده.

میرمن بلوڅ وویل: "پاکستان په ژوره توګه د تحریک طالبان پاکستان د ډلې سره د عصري وسلو شتون او استعمال چې د تروریستي ډلو په لیست کې شامله ډله ده اندښمن دی. ددغه رامخې ته شوی ګواښ شنډولو لپاره د نویوالې ټولنې ګډ اقدام او ګډې ستراتیژۍ ته اړتیا ده. مونږ به ددغه هدف پر لور خپل کارته دوام ورکړ".

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۸) هغه ادعاوې د " ټوکو وړ" وبللې چې وایي د امریکا پوځ د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال وسلې او پوځي تجهیزات پریښي دي چې اوس د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

جان کربي په سپینه ماڼۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د وسلو د پرېښودو ادعا "یوه ټوکه" ده.

هغه وویل هغه څه چې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په ترڅ کې د کانګرس په تصویب او مشوره ترسره کړي "هغه د افغان ملي امنیتي ځواکونو وسله وال کول او اکمالات وو."

جان کربي ویلي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د طالبانو په پرمختګ سره افغان ځواکونو پرېکړه وکړه چې جګړه ونه کړي او خپلې وسلې کېږدي، او دا چې نن ورځ په افغانستان کې د هغو وسلو په اړه خبرې کېږي "د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو پورې اړوند" دي، نه د متحده ایالاتو پورې.

ښاغلي کربي ټینګار وکړ، هغه ادعاوې چې ګواکې امریکا په افغانستان کې د وسلو زېرمې پرېښودې، ناسمې دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي، چې له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او پدې هیواد کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته، د تحریک طالبان پاکستان "ټي پي پي" اړوند سخت دریځو په افغانستان کې له خپلو خوندي ځایونو څخه پر دغه هیواد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

تیره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ځانګړي استازي مرستیال عثمان جدون د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې تحقیقات وشي چې د پاکستان تحریک طالبان په پاکستان کې د بریدونو لپاره پرمختللې وسلې څنګه ترلاسه کړي دي.

ښاغلي جادون وویل، "ترهګر او جنایتکاران دا پرمختللې وسلې نه جوړوي، بلکې دوی د غیر قانوني لارو او هغو عناصرو له لارې ترلاسه کوي چې هدف یې د ځینو ځانګړو سیمو او هیوادونو بې ثباته کول دي."

جدون په مشخصه توګه د امریکا نوم وانخیست، خو د پاکستان موقت صدراعظم انوارالحق کاکړ د سپټمبر په میاشت کې ویلي و چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال په هغه هیواد کې د پوځي وسلو پاتې کېدلو د تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان ضد نورو ډلو لپاره "په پراخه کچه د جګړې وړتیا" زیاته کړې ده.

طالب چارواکو په وار وار دا ادعاوې رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې پاتې شوې وسلې د سخت دریځو لاس ته ورغلي دي او د طالبانو په وینا "پخوا پاتې وسلې او تجهیزات په ګودامونو کې ساتل کیږي او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې قاچاق او خرڅ کړي."

د امریکا د دفاع وزارت تیر کال د یو راپور په خپرولو سره وویل چې د تېر حکومت تر نسکورېدو دمخه په افغانستان کې د امریکا له خوا له ۷.۱ میلیارد ډالرو زیات پوځي تجهیزات موجود وو.

د دغه راپور له مخې، د امریکا پوځ له وتلو مخکې امریکايي ځواکونو ټول هغه عمده تجهیزات چې په افغانستان کې یې کارول یا له منځه وړي او یا یې بیرته انتقال کړي دي.

د منځګړیتوب هڅې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې د طالبانو د حکومت له خوا کابل ته د جمعیت علما اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د بلنې په اړه د خبریالانو څو پرله پسې پښتنو په ځواب کې دومره وویل چې دا وزارت د اشخاصو د بلنې او سفرونو په اړه تبصره نه کوي.

خو میرمن بلوڅ د طالبانو د حکومت له خوا د تحریک طالبان پاکستان د ډلې تر ۴۰ پورې د وسله والو د نیولو په اړه چې ایا طالبانو اسلام اباد ته په رسمي ډول د هغوی د نیولو خبر ورکړی او که نه د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی هم په رسنیو کې د دغو ۴۰ وسله والو د نیولو راپورونه لیدلي دي، خو په دې پړاو کې یې نشي تائیدولی.

میرمن بلوڅ وویل:" البته چې مونږ د افغان مقاماتو(طالبانو) څخه د تروریستي ډلو په خلاف د موثرو اقداماتو تمه لرو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" پر وړاندې او هیله مو داده چې هر معنی لرونکی اقدام به د هغو افرادو له خوا چې افغانستان کې پناه ځایونه لري او د تروریستي بریدونو تر شا دي د تروریستي پیښو د کمیدو سبب شي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د تحریک طالبان پاکستان د ډلې سره د سولې د خبرو په اړه د اسلام اباد دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او ویې ویل چې دغې ډلې سره خبرې د پاکستان د حکومت په اجندا کې نشته دی.

میرمن بلوڅ وویل چې اوس مهال د اسلام اباد پاملرنه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو پر وړاندې د طالبانود حکومت اقداماتو ته ده ترڅو د افغانستان له خاورې پاکستان ته پیښ ګواښونه له منځه لاړ شي.

ټي ټي پي پر خلاف د پوځې امکاناتو ترلاسه کولو هڅه

میرمن بلوڅ د امریکا متحده ایالاتو ته د پاکستان د پوځ د مشرجنرال عاصم منیرد سفر او هلته د امریکايي چارواکو سره د تحریک طالبان د ډلې پرخلاف د افغانستان په دننه کې د بې پیلوټه الوتکود کارولو او هم مالي ملاتړ ترلاسه کولو او یا هم له ایران څخه د بې پیلوټه الوتکو د ترلاسه لپاره د کوم ممکنه تړون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا ته د جنرال منیر د سفر په باب معلومات ورسره نشته او خبریالان کولی شي په دې اړه معلومات د پاکستان د دفاع وزارت څخه ترلاسه کړي.

خو میرمن بلوڅ وویل امریکا او ځینو نورو هیوادونو سره د تروریزم پر وړاندې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره خبرې کوي.

میرمن بلوڅ ایران سره د پاکستان اړیکې ډیرې ښې یادې کړې او ویې ویل چې دا دواړه هیوادونه په سیاسی او اقتصادي ډګرونو کې ښه همکاري لري، خو میرمن بلوڅ وویل چې ایران سره په دفاعي برخه کې د همکارۍ په اړه معلومات نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG