د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلام اباد پولیس معترضینو ته: امنیت مه خرابوئ


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د پاکستان په ځینو ښارونو کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د پلویانو له خوا د تیرو دریو ورځو د تاوتریخوالي ډکو لاریونونو وروسته د اسلام اباد پولیسو ددغه ګوند پلویانو ته خبرداری ورکړی، چې د امنیت د خرابولو څخه دې ډډه وکړي.

د اسلام اباد پولیسو د پنجشنبې د ورځې ناوخته مۍ ۱۱(ثور۲۱) د خپل ټویټر په پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه به د عمومي امنیت د خرابولو لپاره هیڅ کوم اقدام ونه زغمي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "له هغو کسانو څخه، چې په اسلام اباد کې د اعتراض نیت لري غوښتنه کیږي، چې امنیت دې نه خرابوي په اسلام اباد کې ۱۴۴ ماده نافذه ده".

د ۱۴۴ مادې له مخې د پنځه کسانو څخه زیاتو کسانو ته په یو ځای کې د ټولیدو اجازه نشته او که د پنځه کسانو څخه زیات کسان ټول شي د قانون له مخې نیول کیږي او په بند کې اچول کیږي.

همداشان د اسلام اباد پولیسو له سیاسي فعالانو غوښتي، چې د قانوني بهیر په وړاندې دې خنډونه نه راولاړوي.

د اسلام اباد پولیسو دغه خبرداری په داسې حال کې ورکړی، چې ټاکل د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د جمعې په ورځ مۍ ۱۲ (ثور ۲۲) بیا د اسلام اباد عالي محکمې ته حاضر شي.

د پاکستان سترې محکمې تیره ورځ د مۍ ۱۱ (غوايي ۲۱) د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان نیول "ناقانونه وبلل او د خوشې کېدو" پریکړه یې وکړه.

عمران خان د سه شنبې په ورځ د اداري فساد د تورونو له کبله ونیول شو او توقیف کړل شو. هغه د پاکستان د پوځ د مشرانو په ضد هم څرګندونې کړي دي.

د پاکستان د "تحریک انصاف ګوند" د عمران خان د نیولو په ضد محکمې ته عریضه کړې وه، محکمې د پنجشنبې په ورځ له پولیسو څخه وغوښتل چې هغه دې محکمې ته حاضر کړي چې په دې اړه وضاحت وشي.

په اسلام اباد کې په محکمې کې د عمران خان د قضیې د اوریدو په مهال قاضي القضات عمر عطا بندیال هغه ته وویل چې "ستاسو نیول ناقانونه وو" او ضروري ده چې ټوله پروسه باید معکوسه شي.

عمران خان محکمې ته وویل چې "له هغه سره د یو تروریست په توګه چلند شوی" دی. عمران خان له بنده د خوشې کیدو وروسته د اسلام اباد د عالي محکمې په امر د پنجشنبې په ماښام په اسلام اباد کې د پولیسو مېلمستون ته رسول شوی و او هلته یې د خپلې میرمنې سره یو ځائ شپه تېره کړې ده.

د عمران خان له خوشې کیدو وروسته دهغه پلویانو په ټول هیواد کې د هغه خوشې کیدل لمانځلي دي، خو د پخواني صدراعظم نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند ځينو پلویانو بیا د پنجشنبې په شپه د پنجاب ایالت په ځینو سیمو کې د پاکستان د سترې محکمې د پریکړې پرخلاف احتجاجي لاریونونه کړي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونه په ټول هېواد کې ګزمې کوي او د عمران خان یو شمېر پلویان یې نیولي هم دي.

د هغه پلویانو په تېرو دریو ورځو کې د پاکستان په لویو او کوچنیو ښارونو کې مظاهرې کړي، سړکونه یې بند کړي او د امنیتي ځواکونو او حکومتي تاسیساتو باندې یې بریدونه کړي دي.

پولیس او د روغتونونو چارواکي وايي، چې د تاوتریخوالي په پیښو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي. همداشان په دغو مظاهرو کې یو پولیس وژل شوی او سلګونه نور هم ژوبل شوي دي.

د اسلام اباد پولیسو د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۱ (ثور۲۱) وویل، چې د عمران خان په حکومت کې د بهرنیو چارو د پخواني وزیر او د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند مرستیال شاه محمود قریشي او ددغه ګوند دوه نور لوړپوړې مشران اسد عمر او فواد چودري په ګډون یې د تحریک انصاف د ګوند یو شمیر مشران نیولي دي.

بشري حقونو د نړیوال سازمان غبرکون

د بشري حقونو د نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان پولیسو د عمران خان د نیولو وروسته د هغه د ګوند د پلویانو په لاریونونو باندې ډزې کړي او له حد څخه زیات یې د هغوی پر وړاندې له زور څخه کار اخیستی دی.

د بشري حقونو د نړیوال سازمان د اسیا د څانګې مرستیالې پټریشیا ګاسمن په دغه اعلامیه کې ویلي :" د پاکستان حکومت بابد د سوله ییز اعتراض له حق څخه ملاتړ وکړي او په عین وخت کې تاوتریخوالي ته په کمه کچه د ځواکونو په کارولو سره ځواب ورکړي. دا مجرمانه اقدامات باید په عاجل ډول وڅیړل شي او تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي".

د بشري حقونو د نړیوال سازمان دغې چارواکې ویلي، چې پاکستان حکومت باید د اعتراضونو پر وړاندې داسې اقدامات وکړي، چې وضعیت دامنیتي ځواکونو له کنټرول څخه خارج نشي.

د چهارشنبې په ورځ د امنیتي ځواکونو او د عمران خان د پلویانو ترمنځ امنیتي وضعیت دومره کړکیچن شو، چې د پاکستان مرکزي حکومت مجبور شو ددغو لاریونونو د ځپلو لپاره د اسلام اباد په ګډون په دوو ایالتونو کې د پوځ ځواکونه ځای پر ځای کړي.

د پاکستان پوځ خبرداری ورکړی، چې پر پوځي او دولتي تاسیساتو باندې هرډول برید به د دغه پوځ د غبرګون سره مخ شي او مسولیت به یې د هغه چا په غاړه وي، چې غواړي هیواد یوې کورنۍ جګړې ته ټیل وهي.

خو د تحریک انصاف ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پوځ دا څرګندونې د حقایقو او د پاکستان د روان وضعیت سره په ټکر کې دي.

XS
SM
MD
LG