د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش مشر تازه غږیز پیغام خپور کړی


د داعش مشر په ۲۰۱۴ کال کې د عراق د موصل ښار د نور په مسجد کې د خپل "خلافت" اعلان وکړ.
د داعش مشر په ۲۰۱۴ کال کې د عراق د موصل ښار د نور په مسجد کې د خپل "خلافت" اعلان وکړ.

که څه هم چې روسیې او سوریې څو ځله ادعا وکړه چې په هوایي بریدونو کې یې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژلی خو هغه پرون پخپل تازه غږیز پیغام کې چې ګمان کیږي خپل غږ به یې وي د خپلو وسله والو نه غوښتي دي چې " په عراق کې او سوریه کې جګړه روانه وساتئ او په غرب بریدونه وکړئ."

دا په تیر یو کال کې د بغدادي لومړنی غږیز پیغام دی چې خپریږي.‌داعش پدې تیر یو کال کې په عراق او سوریه کې د هغو سیمو ډیری د لاسه ورکړي چې دوي یې د خپل "خلافت" برخه ګڼي.

بغدادي په غږیز پیغام کې پخپلو وسله والو غږ کړی چې په عراق، سوریه، سعودي عربستان، شمالي افریقا او د افریقا په نورو برخو کې "وسله په ځمکه کښینږدي"

دا غږیز پیغام د الفرقان خبري اژانس خپور کړی خو معلومه نده چې په کومه نیټه ثبت شوی. خو پدې پیغام کې د داعش مشر جاپان او متحده ایالاتو ته د شمالي کوریا د اتومي وسلو د برید د ګواښ خبره کړې او د امریکا په مشرۍ د عراقي ځواکونو لخوا د عراق د موصل ښار د نیولو یادونه یې کړیده.

عراقي ځواکونو د موصل په ښار کې د النوري مسجد هم اوس نیولی چې بغدادي پکې په ۲۰۱۴ کال کې د خپل "خلافت" اعلان کړ.

د سوریې ځواکونه اوس لګیا دي د راقې ښار د اسلامي دولت یا داعش نه نیسي. دا ښار د داعش عملیاتي مرکز ګڼل کیږي چې تقریباً په ټولې نړۍ بریدونه د همدې ښار نه تنظمیږي.‌

چارواکي داسې ګمان کوي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر ابوبکر البغدادي ښایي د عراق د موصل او د سوریې د راقې تر منځ په دښته کې پټ وي.‌ د امریکا متحده ایالاتو هغه چا ته چې د بغدادي د اوسیدو ځای ور معلوم کړي د ۲۵ ملیوه امرکایي ډالرو انعام ټاکلی.

د روسیې د دفاع وزارت د همدې کال په سر کې ویلي و چې بغدادي او د داعش څو قوماندانان یې د راقې ښار په څنډو کې پداسې حال کې وژلي چې هغوي غونډه درلوده خو امریکایي چارواکو بیا ویلي چې د هغه د وژل کیدو په هکله شواهد نلري.

XS
SM
MD
LG