د اسرائیل پوځ یکشنبه فبروري دویمه ( سلواغې ۱۴) ویلي چې پدې تیرو دوو اونیو کې یې په لویدیځه غاړه کې په عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۰ وسله وال وژلي دي.
د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې د جنین په کمپ کې یې ګڼ شمیر ودانۍ د ځمکې سره برابرې کړي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د جنین په کمپ کې ۲۳ ودانۍ ځکه له منځه وړي چې "ترهګرو" ترې د تاسیساتو په توګه کار اخیسته. پوځ دا ندي ویلي چې لدې ودانیو کومو وسله والو ګټه اخیسته.
خو د اې اف خبري اژانس یو خبریال ویلي د یکشنبې په ورځ یې تر چاودنو وروسته په هوا کې پراخ لوګی لیدلی.
په عین حال کې په لویدیځه غاړه د فلسطین د حکومت رسمي خبري اژانس (وافا) ویلي چې د اسرائیل پوځ د جنین کمپ په ختیځ کې په یو وخت کې ۲۰ ودانۍ په چاودنو الوزولي او ویلي چې دا چاودنې دومره زورورې وې چې د جنین په ټول ښار کې یې غږ اوریدل شوی.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر په یوې اعلامیې کې د اسرائیل دا کړنه غندلې او هغه یې "وحشتناکه سحنه" یاده کړې.
د اسرائیل پوځ تیره میاشت (جنوري ۲۱مه) د جنین په ښار کې پوځي عملیات پیل کړل چې د جنګي الوتکو څخه پکې کار اخیستل کیږي. دې عملیاتو ته د "اوسپنې دیوال" نوم ورکړل شوی او پوځ وایي پدې سیمې کې هغه وسله وال په نښه کوي چې په اسرائیلي ځواکونو وخت ناوخته بریدونه کوي.
پوځ او د شاباک امنیتي ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د اسرائیل د سرحدي پولیسو سره یې په ګډه په جینین کې د "اوسپنې دیوال" په نوم عملیات پیل کړي. په دغه سیمه کې د کډوالو کمپ د فلسطیني وسله والو ډلو مرکز ګڼل کیږي.
د اسرائیل حکومت ایران تورن کړی، چې په غزه کې د حماس په ګډون په منځني ختیځ کې د اورپکو ډلو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په لویدیځه غاړه کې وسله والو ته وسلې او پیسې واستوي.
فورم \ دبحث خونه