د لاس رسي وړ اتصالات

د سپینې ماڼۍ تر اعتراض وروسته اسرائیل د 'اسوشېټید پرس' خپرونو ته بیرته اجازه ورکړله


فلسطیني خبریالان رفح ښارګوټي سره نږدې د خبرونو ورکولو لپاره ناست دي.
فلسطیني خبریالان رفح ښارګوټي سره نږدې د خبرونو ورکولو لپاره ناست دي.

د اسرائیل حکومت سه شنبه، مې ۲۱ (غبرګولي لومړۍ) وروسته تر هغې د غزې تړانګې څخه د اسوشېټید پرس خبري اژانس (اې پي) ویډیویي خپرونو بندولو په هکله خپله پریکړه بدله کړله چې متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو پرې اندیښنه څرګنده کړله.

د اسرائیل حکومت په اې پي تور لګولی و چې د الجزیرې تلویزیون ته یې ویډیوګانې ورکړي، خو د دې هیواد د مخابراتو وزیر، شلومو کراهي وروسته وویل چې دا امر یې باطل کړی.

د اسرائیل حکومت د همدې روانې مې میاشتې په سر کې پدې هیواد کې د الجزیرې تلویزیون خپرونې هم بندې کړلې.

د اسرائیل د مخابراتو وزیر د خپلې پریکړې په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي: " ما ددې عملیاتو فسخ کیدو او د اې پي اژانس تجهیزاتو بیرته ورکولو امر کړی."

د 'اې پي' خبري اژانس خپرونو بندولو څخه وروسته، سپینې ماڼۍ له اسرائیل غوښتي و چې خپله پریکړه بدله کړي.

د سپینې ماڼۍ یو ویاند وویل چې د اسرائیل حکومت سره "مو په مستقیمه توګه خبرې کړي، ددې پریکړې بدلولو غوښتنه مو ترې کړې او اندیښنه مو څرګنده کړې."

د اسرائیل د مخابراتو وزیر د حکم څخه وروسته ددې وزارت مفتشینو د 'اې پي' خبري اژانس وسایل ضبط کړي و چې وزارت ویلي د هیواد قوانینو سره سم یې عمل کړی.

د 'اې پي' خبري اژانس هم ویلي و چې اسرائیلي چارواکو یې د سدروت په ښارګوټي کې د دوي کامرې او د خپرونو وسایل ضبط کړي و چې د غزې تړانګې شمالي برخه ترې ښکاري.

دې اژانس ویلي چې د الجزیرې تلویزیون د نورو زرګونو مشتریانو په څیر له دوي ویډیوګانې اخلي او خپروي یې.

د اسرائیل د حکومت مهم سیاسي مخالف یایئر لاپید د حکومت دا پریکړه غندلې وه. هغه د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي و چې د اسرائیل حکومت "لیونی" شویدی.

ښاغلي لاپید لیکلی: "دا الجزیره نده بلکې امریکایي رسنۍ ده چې ۵۳ د پولیټزر جایزې یې ګټلي دي".

ملګرو ملتونو هم ویلي چې د اسرائیل دا پریکړه چې د 'اې پي' خبري اژانس خپرونې یې بندې کړي، "ټکان ورکوونکي" ده.

د دې نړیوالې ادارې د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي چې د 'اې پي' خبري اژانس په ګډون ټول خبري سازمانانونه باید پریښودل شي چې په آزاده توګه او ځوریدو پرته فعالیت وکړي.

د 'اې پي' اژانس په دفتر دې برید څخه وړاندې د اسرائیل حکومت په بیت المقدس کې د هوټل په یوې خونې چاپه وهلې وه چې د الجزیرې خبرې شبکې ترې د دفتر په توګه کار اخیست.

یوه ویډیو چې د ایکس په شبکې کې خپره شوې وه پکې ښودل کیدل چې په ساده جامو کې یو شمیر کسان د ختیځ بیت المقدس په هوټل کې کامرې ښکته کوي چې د الجزیرې سرچینې له مخې د خپرونو لپاره ترې کار اخیستل کیده.

د نتنیاهو کابیني د رایو په غوڅ اکثریت د الجزیرې خپرونې په اسرائیل کې تر هغه وخت بندولو پریکړه کړې چې تر څو چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړه روانه وي.

د اسرائیل حکومت ویلي چې د الجزیرې تلویزیون د اسرائیل ملي امنیت ته ګواښ دی خو پدې هکله یې نور جزیات ندي ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG