د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یکشنبه ډسمبر ۱۵ ( لیندۍ ۲۵) ویلي چې د متحده ایالاتو د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې کې د اسرائیل د بري په اړتیا غږیدلی.
سره لدې چې ښاغلي ټرمپ د دې خبرو په هکله څه ندي ویلي خو نتنیاهو د ټرمپ سره خپلې خبرې "ډیرې دوستانه، ډیرې تودې او ډیرې مهمې"بللې دي.
د اسرائیل مشر د دې خبرو څخه وروسته په ویډیویي پیغام کې چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په رسمي X پاڼې کې خپور شوی ویلي چې "په ریښتینې توګه د منځني ختیځ بدلول غواړي".
نتنیاهو په غزې، سوریې او لبنان کې د بدلونونو تر څنګ ایران ته هم د اشارې په توګه ویلي چې د اسرائیل "اوسپنیز ځواک مزه یې څکلې" ده.
نتنیاهو داسې مهال په منځني ختیځ کې د بدلون خبره کوي چې په سوریه کې یاغیانو د شاوخوا ۱۳ کالونو جګړو وروسته د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د بشارالاسد حکومت ړنګ کړ او واک یې تر لاسه کړ.
سره لدې چې ایران او روسیه د ښاغلي اسد نږدې ملګري و خو د یاغیانو د واک نیولو مخه یې ونشوی نیولی او اسد هم په روسیې کې پنا واخیسته. داسې ویل کیږي چې ایران هم خپل ځواکونه او نیابتي ډلې له سوریې ویستلي دي.
ها خوا بیا په لبنان کې د اسرائیل پوځ څه باندې دوه میاشتې کیږي چې د حزب الله وسله والو په خلاف جنګیږي. اسرائیل د دې ډلې مشر حسن نصرالله، جګپوړي قوماندان فواد شُکر او نور جګپوړي غړي وژلي دي او په سوریه کې د اسد رژیم پای ته رسیدل پدې معنی چې ایران نور نشي کولی په لبنان کې د حزب الله سره د وسلو او نورې مرستې وکړي.
په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه او تر هغه وروسته په غزې کې د هغه د ځای ناستي یحیی سنوار وژل کیدل نور هغه عوامل دي چې د اسرائیل مشر د دلیل په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې "غزه اوس هغه پخوانۍ غزه نده".
د اسرائیل مشر په غزې کې د جګړې پیل راهیسې پدې ټینګار کوي چې تر هغې به دا جګړه روانه وي تر څو یې ټول اهداف نه وي تر لاسه شوي. د ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدل او د حماس ډلې له منځه وړل ددې جګړې ځیني اهداف ښودل شوي خو د شاوخوا ۱۴ میاشتو راهیسې چې دا جګړه پیل شوې، لا هم ټول برمته شوي کسان ندي خوشې شوي او د حماس ډله لا هم مقاومت کوي.
بل پلو متحده ایالاتو د قطر او مصر سره په ګډه کوښښ کوي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند وکړي او برمته شوي کسان هم راخوشې کړي.
سره لدې چې متحده ایالات د قطر او مصر سره په ګډه د میاشتو راهیسې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د اوربند کیدو او برمته شویو کسانو خوشې کیدو لپاره موافقې باندې کار کوي خو لا هم پدې برخې کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.
پدې تیرو څو اوونیو کې یو ځل بیا د اوربند کیدو لپاره هیله مندي ډیره شوې.
قطر چې په خبرو کې یو مهم منځګړی دی تیره اوونۍ یې ویلي و چې په خبرو کې تازه خوځښت پیدا شوی خو نور جزیات یې نه و ورکړي.
ها خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د شنبې په ورځ په اردن کې وویل چې د موافقي نهایي کیدو لپاره وخت نږدې شوی.
د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي هم د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا سلاکار جیک سلیوان او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي بریت مک ګورک سره کتلي دي.
فورم \ دبحث خونه