د اروپايي ټولنې کمېشنر یان لینرچیچ نن سه شنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ اوومه) وویل چې په تیلو باندې د اسرائيل له لوري لګول شوي بندیزونه غزې ته د بشري مرستو رسولو مخه نیسي.
ښاغلي لینرچیچ داسې مهال دا خبره کوي چې اروپايی هېوادونه او خیریه سازمانونه هڅه کوي چې په غزه کې ۲.۳ میلیون خلکو ته مرستې ورسوي. دغلته اوس موقت اوربند دی.
هغه، چې د اروپايي ټولنې لپاره د بحران د مدیریت مسئول دی، په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: «موږ غزې ته د تیلو د اکمالاتو د زیاتېدو غوښتنه کوو. بشري مرستو ته لاسرسی باید د اړتیا په اساس وي، نه د محدودیتونو له مخې.»
په غزې باندې د اسرائيل د بریدونو په مهال اکثریت نفوس یې بېځایه شوی او روغتیايي سیستم یې داسې مهال مخ په ړنګېدو دی، چې غزه د اوبو، خوراکي توکو، درملو او برېښنا له کموالي سره مخامخ ده.
حماس د اکتوبر په اوومې نېټې په اسرائیل بریدونه وکړل. د اسرائیل مقامات وايي شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائيلیان وژل شوي دي او حماس ۲۴۰ تنه نور یرغمل کړل. د اسرائيل په بریدونو کې د غزې د صحي چارواکو په وینا تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې زرګونه یې ماشومان دي. خپلواکو سرچېنېو دا ارقام تائید کړي نه دي.
لینر چیچ وویل چې غزې ته د مرستو په انتقال کې دوې ستونزې دي، لومړۍ دا چې د مصر د رفح سرحد له لارې تلونکي موټر تیلو ته ضرورت لري او دویمه دا چې غزې ته محدود تیل انتقال کېږي چې په خبره یې کافي نه دي.
نوموړي له اسرائيل څخه وغوښتل چې غزې ته تیل پرېږدي، ځکه چې دا تیل د بشري مرستو په رسولو، روغتونونو، اوبو رسولو او نانوایانو کې استعمالېږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې په اساس، ټول اړخونه باید خوراکي مواد، اوبه، درمل، تیل او نور اړوند توکي غزې ته پرېږدي، خو د اروپايي ټولنې کمېشنر یان لینرچیچ وايي چې حماس او اسرائیل نړیوال بشري قانون ته غاړه نه ږدي.
فورم \ دبحث خونه