د لاس رسي وړ اتصالات

قاهرې ته د بلینکن سفر او پر غزې د اسرائیل د بریدونو دوام


د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن.
د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل سفر په وروستي پړاو کې،‌ د پنجشنبې په ورځ،‌ جنورۍ ۱۱ (مرغومی ۲۱مه) د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسید.

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قاهرې کې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی سره وګوري او همداراز په سیمه کې د جګړې د پراخیدو څخه د مخنیوي په ګډون به پر یو لړ موضوعاتو باندې ورسره خبرې وکړي.

قاهرې ته د بلنیکن سفر سره هم هماله، ‌ د غزې پر جنوبي سیمو د اسرائیل بمبارۍ دوام لري. د حماس ډلې ویلي دي چې پر غزې د اسرائیل په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۲ تنه وژل شوي دي.

بلینکن مصر ته تر سفر مخکې د فلسطین د خپلواکې ادارې له مشر محمود عباس او د بحرین له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه سره هم کتلي وو.

په بحرین کې، بلینکن د فلسطین د خپلواکې ادارې د مشرتابه د بدلون لپاره د عباس ژمنه اعلان کړه، چې له مخې به یې لویدیځه غاړه او غزه به د یو واحد فلسطیني مشرتابه لخوا اداره شي.

سیمې ته د بلینکن سفر په داسې حال کې پای ته رسیږي چې پرون چهارشنبې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پریکړه لیک کې په سور سمندرګي کې د ایران پلوه حوثي یاغیانو د بریدونو د ژر تر ژره پای ته رسیدو غوښتنه وکړه. دغو بریدونو په سور سمندرګي کې د تجارتي بیړیو تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی دی. حوثي یاغیان وايي، دا بریدونه د فلسطین په ملاتړ کوي.

په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې سره هم مهاله په لبنان، عراق، سوریه او یمن کې د ایران پلوه حوثي ډلې د بریدونو له امله تاوتریخوالی زیات شوی او د دغې جګړې د پراخېدو په اړه یې اندېښنې راپارولي دي.

د حوثیانو له بریدونو څخه د بیړیو ساتنې په موخه د امریکا متحدو ایالتونو یو ګڼ ملیتیز کاري ځواک رامنځته کړی دی. بلینکن د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې ددغې ډلې (حوثي یاغیانو) لخوا چې د ایران لخوا یې ملاتړ کیږي، ددغه راز بریدونو د دوام په صورت کې به دغه ډله د سختو عواقبو سره مخامخ شي.

په ورته وخت کې د 'ملګرو ملتونو عالي محکمې' په غزه کې د اسرائیل لخوا د "نسل وژنې" د ادعاوو په اړه استماعیه غونډې پیل کړې.

د جنوبي افریقا یوه جګپوړې قانون پوه ،عادله حسیم په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل پرضد دا قضیه ثبت کړې ده. هغه وویل چې په غزه کې "کارپوهان د لوږې او ناروغیو له امله د لا زیاتو فلسطیني وګړو د مړینې د احتمال اټکل کړی دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG