د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتریش: د اسرائیل او لبنان ترمنځ جګړه به "یو بل ناورین" رامنځته کړي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، په نړيوال اقتصادي غونډه کې د وینا پر مهال
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش، په نړيوال اقتصادي غونډه کې د وینا پر مهال

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د چهارشنبې په ورځ، جنورۍ ۱۷ (مرغومی ۲۷مه) خبرداری ورکړ، چې په سیمه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په پراخېدو سره، د اسرائیل او لبنان ترمنځ شخړه به یو "بشپړ ناورین" رامنځته کړي.

ګوتریش چې د سویس د داووس نړیوال اقتصادي غونډه کې یې وینا کوله، په غزه کې د "سمدستي بشري اوربند" غوښتنه وکړه.

د حماس ډلې لخوا پر اسرائیل د اکتوبر د اوومې نیټې د برید وروسته چې د اسرائیل په وینا د حماس ډلې جنګیالو نږدې ۱۱۴۰ کسان چې اکثر یې ولسي وګړي وو، ووژل او ۲۴۰ تنه یې یرغمل کړل، په غزه کې د اسرائیل او حماس جنګیالیو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

ددغه جګړې له پیلیدو راهیسې د لبنان او اسرائیل پر پوله، د اسرائیلي پوځیانو او د لبنان د حزب الله د شیعه غورځنګ ترمنځ چې د حماس ډلې ملاتړې دی، نږدې هره ورځ نښتې کیږي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: "د جګړې لمنه لا دمخه پراخه شویده، خو موږ باید په هره بیه چې وي، په لبنان کې د جګړې رامنځته کیدو څخه چې یو بشپړ ناورین به رامنځته کړي، مخنیوی وکړو.‌‌"

بلخوا د یمن ایراني پلوه حوثي یاغیانو د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې له فلسطینیانو سره د پیوستون په موخه په سور سمندرګي کې د اسرائیل سره تړلې بیړیو باندې بریدونه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سویس د داووس نړیوال اقتصادي ناستې کې وړاندیز وکړ، چې د یو اوربند ټینګښت به د زیاتو شخړو او تاوتریخوالي په مخنیوي کې مرسته وکړي.

هغه وويل: "هغه څه چې موږ یې په سور سمندرګې کې وينو، ددې ښکارندویې کوي چې هڅې مو کافي نه دي. په غزه کې د بشري وضعيت د حل لپاره د بشري اوربند ټینګښت ډېره مهمه ده. "

ګوتریش د فلسطین "د یو خپلواک دولت" د جوړولو غوښتنه بیا تکرار کړه. هغه زیاته کړه، چې "اوسنی وضعیت ښیي چې د اسرائیل او فلسطین، دوه دولتونو حلاره د تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ لار ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG