د لاس رسي وړ اتصالات

په یو راکټي برید کې د ۱۲ کسانو له وژل کېدو وروسته اسرائیل ویلي چې حزب الله به وځپي


اسرائيل وايي د حزب الله ډلې د فوټبال په میدان راکټ توغولی، حزب الله وايي دا کار یې نه دی کړی
اسرائيل وايي د حزب الله ډلې د فوټبال په میدان راکټ توغولی، حزب الله وايي دا کار یې نه دی کړی

په اسرائيل کې نن یکشنبه جولای ۲۸ (زمری اوومه) زرګونو کسانو د هغو ۱۲ ماشومانو او ځلمیانو د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته چې د فوټبال په میدان کې د راکټ په یو برید کې ووژل شول.

د اسرائيل مقامات وايي چې برید د لبنان د حزب الله ډلې کړی دی، خو د حزب الله ډلې په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

اسرائيل ویلي دي چې د دغه برید سخت ځواب به ورکړي. که څه هم د اسرائيل الوتکو په لبنان کې د حزب الله په مورچلونو او مرکزونه بریدونه کړي‌، خو ویل کېږي چې له واشنګټن څخه د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو له ستنېدو وروسته به نور اقدامات هم وشي.

دا برید تېره ورځ د اسرائیل له لورې د ګولان د اشغال شویو لوړو د مجدل شمس په سیمې کې شوی. د دغې سیمې یو مشر دولان ابو صالح وویل: «په موږ سخت حالت دی. ستره غمیزه ده، په مجدل شمس توره ورځ راغلې.»

د حزب الله ډلې ویلي‌ دي چې د ګولان په لوړو کې یې د اسرائيل د پوځ په مرکزونو د توغندیو بریدونه کړي، خو وايي چې د فوټبال په میدان کې په برید کې لاس نه لري.

د اسرائيل د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي‌ چې برید د حزب الله ډلې کړی: «هغه راکټ چې زموږ هلکان او نجونې یې ووژل، ایرانی دی او حزب الله یې په خپلې زیرمې کې لري.»

له تېرو څو میاشتو راهېسې د اسرائيل ځواکونه او د حزب الله جنګیالي په یو بل د توغندیو بریدونه کوي، خو داسې ښکاري چې دواړه خواوې نه غواړي په یوې لویې جګړې کې، چې ممکن د امریکا او ایران په ګډون نور اړخونه په کې دخېل شی، سره مخامخ شي.

په همدې حال کې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بو حبیب رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې له امریکا غوښتي چې له اسرائيل وغواړي له زغم څخه کار واخلي. هغه وویل چې امریکا د لبنان له حکومت څخه هم غوښتي چې حزب الله ته ووايي له زغم څخه کار واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې اسرائیل ته د هر نوی اقدام په اړه خبرداری ورکړی دی. د اسرائيل د دفاع وزیر، چې د راکټ په برید کې د وېشتل شوې سیمې لیدو ته ورغلی و، ویلي: «موږ به دښمن ته لوی ګوزار ورکړو.»

د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل باندې د حماس له بریدونو وروسته دا تر ټولو لوی برید بلل کېږي.

د اسرائيل او حزب الله ترمنځ د روانو جکړو په ترڅ کې د سرحد دواړو خواو ته لسګونه زره خلکو خپلې سیمې پرېښي دي. په دغو جګړو کې تر دې دمه په اسرائيل کې ۲۳ تنه وژل شوي چې ۱۷ یې سرتېري ښودل کېږي. د اسرائيل په بریدونو کې بیا د حزب الله ۳۵۰ جنګیالي او د لبنان ۱۰۰ ولسي خلک وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG