د لاس رسي وړ اتصالات

پر غزې نوي بریدونه؛ اسرائيل حماس د اوربند له تړون څخه په شا کیدو تورن کړ


پر غزه د اسرائیل بریدونه
پر غزه د اسرائیل بریدونه

اسرائیل د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶ (مرغومي ۲۷) پر غزې نوي هوايي بریدونه وکړل او حماس یې د اوربند د تړون د څو برخو په نه عملي کولو او د یرغمل شویو بندیانو په نه خوشي کولو تورن کړ.

دغه اوربند چې د چهارشنبې په ورځ د امریکایي او قطري منځګړو له خوا اعلان شو، د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۹ نافذېږي او له فلسطیني بندیانو سره د اسرائیلي یرغمل شویو کسانو تبادله پکې شامله ده.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل چې حماس "د وروستۍ شیبې امتیازاتو د ترلاسه کولو په هڅه کې د تړون له څو برخو څخه سرغړونه کړې ده."

په بیان کې راغلي دي چې د اسرائیل کابینه، چې تر اوسه یې دا موافقه نه ده تصویب کړې، تر هغه به غونډه ونه کړي "تر څو چې منځګړو اسرائیل ته خبر نه وي ورکړي چې حماس د تړون ټول عناصر منلي دي. "

خو لږ وروسته د حماس یو لوړپوړي مقام عزت الرشق، وویل چې دا ډله "د اوربند موافقې ته چې میانځګړو اعلان کړی، ژمنه ده."

د حماس د سیاسي دفتر غړي سمیع ابو زهري، هم ویلي دي چې د اسرائیل تورونه د"بې بنسټه" دي.

د غزې د مدني دفاع ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسرائیل د موافقې له اعلان وروسته په غزه کې په څو ساحو برید وکړ چې په پایله کې یې ۷۵ تنه ووژل شول او په سلګونو تنه ټپیان شول.

د اسرائیل د صدراعظم د دفتر د بیان له مخې نتنیاهو د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر جو بایډن او د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړې او د اوربند د تړون په رامنځته کیدو کې یې د هغوی د مرستې څخه مننه وکړه، خو خبرداری یې هم ورکړ چې په "وروستيو جزییاتو" لا هم کار روان دی.

دا تړون به په درېیو پړاوونو کې عملي شي، چې په لومړي پړاو کې شپږ اوونیز اوربند شامل دی، چې په ترڅ کې به یې اسرائیلي ځواکونه په تدریجي ډول له غزې تړانګې څخه ووځي او د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې به اسرائیلي یرغمل شوي کسان د حماس له بند څخه خوشي شي.

په غزه کې جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه سخت دریځې ډلې حماس پر اسرائیلو باندې وسله وال بریدونه پیل کړل چې د اسرائیلي چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او د حماس جنګیالیو څه باندې ۲۵۰ تنه یرغمل نیولي دي.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتي د موقتي اوربند په ترڅ کي د حماس له لوري یو شمیر یرغمل شوي کسان خوشي شول، خو د اسرائیلي پوځ په وینا ۹۴ تنه یرغمل لا هم د دغې ډلې په توقیف کې دي، چې ګمان کیږي ۳۴ تنه یې وژل شوي دي.

د حماس تر واک لاندې غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، چې ملګري ملتونه یې د باور وړ ګڼي، په غزه کې د اسرائیل په غچ اخیستونکي کمپاین کې ۴۶۶۴۵ کسان وژل شوي، چې اکثر ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

ددې مطلب په برابرولو کې د فرانس پرس اژانس له خبر څخه کار اخیستل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG