د لاس رسي وړ اتصالات

د جنګي‌ چلند په اړه د متحده ایالاتو د انتقاد سربېره اسرائیل پر غزه برید وکړ


پر رفح د اسرائیل بریدونه
پر رفح د اسرائیل بریدونه

په غزه کې د اسرائیل د جنګي‌ چلند په اړه د متحده ایالاتو د انتقاد او د ملګرو ملتونو د خبرداریو سربیره، اسرائیل د رفح په ګڼ میشتي‌ ښار بریدونه وکړل.

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ مۍ یولسمه (ثور ۲۲) د رفح په ساحلي‌ سیمو د اسرائیل د بریدنو راپور ورکړی دی چې له امله یې د مرستې رسونې چارې بندې شوي دي.

ملګري‌ ملتونه وايي‌ د مرستو رسول وروسته له هغې بند شوي‌ چې اسرائیلي‌ سرتیرو رفح ته په ننوتلو سره دوه لارې وتړلې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یو راپور کې ویلي‌ احتمال لري‌ چې اسرائیل د امریکا د وسلو په کارولو کې د نړیوال قانون له معیارونو څخه سرغړونې کړې وي، خو زیاتوي چې د لارې د بندولو په تړاو یې کافي شواهد نه دي‌ موندلي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن د دې راپور له خپریدو دوه ورځې مخکې په څرګند ډول ګواښ کړی و چې اسرائیل دې د رفح په هغو سیمو کې د لویو عملیاتو او د درنو وسلو له کارولو ډډه وکړي چې د ملګرو ملتونو په وینا ۱،۴ میلیونه کسانو ورته پناه وړې ده.

ملګرو ملتونو پر رفح د اسرائیل د برید په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او په غزه کې یې د بشري‌ ناورین د رامنځ ته کېدو خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د جمعې په ورځ وویل که اسرائیل په رفح کې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي غزه به د "یو لوی بشري ناورین" له ګواښ سره مخ شي.


اسرائیلي ځواکونو د سه شنبې په ورځ د مصر او غزې تر منځ پولې ته نږدې د فلسطین لوري ‌د رفح سیمه ونیوله او اوسیدونکو ته یې له سیمې څخه د وتلو امر وکړ.

اسرائیلي‌ عسکرو همداشان په سیمه کې‌ د تیلو د انتقال یوه عمده لاره هم وتړله.

XS
SM
MD
LG