د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي


د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د دې تړانګې په مرکزي او جنوبي برخو باندې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې شنبه اګست ۳۱ مه ( وږې ۱۰) لږ تر لږه ۴۲ تنه پداسې حال کې وژل شوي چې ملګري ملتونه دغلته د ماشومانو د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.

ملګري ملتونه د غزې په تړانګې کې شاوخوا ۶۴۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو لپاره چمتوالی نیسي خو پدې شرط چې هره ورځ هلته د اسرائیل او حماس تر منځ لږ تر لږه د اتو ساعتونو لپاره جګړه بنده وي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت مرستیال، ډاکټر یوسف ابو الریشي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پدې تړانګې کې د تشدد پای ته رسولو لپاره هلې ځلې وکړي.

ښاغلي الرشیدي زیاته کړه، " باید چې اوربند وي تر څو ټیمونه وکړی شي پدې کمپاین کې په نښه شويو ټولو ماشومانو ته واکسین ورکړي".

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نیتنیاهو دفتر د شنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیې کې وویل چې اسرائیل به "یوازې بشري دهلیز ته اجازه ورکړي او ځینې سیمې به مشخصې شي چې د یو څو ساعتونو لپاره د واکسین کولو لپاره خوندي وي".

ملګري ملتونه پداسې حال کې په غزې کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي چې پدې تړانګې کې د اسرائیل- حماس تر منځ جګړو له کبله دریمه برخه وګړي بې ځایه شویدي.

اسرائیلي ځواکونو وروسته تر هغه په غزې ځمکنی یرغل وکړ چې د حماس ډلې د تیر کال د اکټوبر په ۱۱ مې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، لږ تر لږه ۱۱۹۹ تنه یې ووژل او ۲۵۱ نور یې برمته کړل

د فرانس پریس خبري اژانس د اسرائیلي چارواکو له خولې ویلي چې د حماس په برید کې اکثریت وژل شوي، عام خلک و.

په غزې باندې د اسرائیل په ځوابي عملیاتو کې بیا د شنبې اګست ۲۴ مې پورې لږ تر لږه ۴۰۶۰۰ تنه وژل شوي چې د حماس تر کنټرول لاندې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ډیری وژل شوې میرمنې او ماشومان دي.

د غزې تړانګې تر څنګ د اسرائیل پوځ په لویدیځه قبضه شوې غاړې کې هم تعرضي عملیات پيل کړي.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د چارشنبې د ورځې راهیسې چې دا عملیات پيل شوي، لږ تر لږه ۲۳ تنه فلسطینیان پکې وژل شوي چې جنګیالي او ملکیان پکې شامل دي.

اسرائیل وایي د دې عملیاتو هدف د ایران له ملاتړ برخمنو وسله والو څخه د ملکي اسرائیلیانو خوندي کول دي.

د اسرائیل دې عملیاتو پیل کیدو وړاندې د اسلامي جهاد ډلې چې د حماس سره ملګرتیا لري، د ناقلو یهودانو میشت ځایونو سره بریدونه وکړل چې حماس ستایلي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس یو خبریال چې په سیمې کې موجود و، وایي چې د شنبې په ورځ د جنین کډوالو کمپ کې د اسرائیلي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتې شویدي.

دې خبریال ویلي چې په لارو کوڅو کې څوک نه لیدل کیدل او یوازې یو څو د مرمۍ ضد موټر و چې لارې کوڅې بندې کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG