د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ: له غزې څخه د یو بل یرغمل شوي جسد اسرائیل ته انتقال شو


په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شوی الاد کاتزیر مړی موندل شوی
په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شوی الاد کاتزیر مړی موندل شوی

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۸) وویل چې سرتیرو یې د یو یرغمل شوي کس جسد ترلاسه کړی چې د اسرائیل په جنوب کې پر یوې اسرائیلي ټولنې باندې د حماس ډلې د اکتوبر د اوومې نیټې د برید په ترڅ کې تښتول شوی و.

د الاد کاتزیر د جسد په موندلو سره د هغو کسانو شمېر ۱۲ ته ورسېد چې د اسرائیل پوځ وايي د جګړې پر ترڅ کې له غزې څخه هیواد انتقال شوي دي.

خو دا کار د هغه خور نه تسکین کوي چې اسرائیلي چارواکي د هغه د مرګ مسؤل بولي.
د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "د برمته شوي الاد کاتزیر مړی، چې د استخباراتي له مخې د اسلامي جهاد د ترهګرې ډلې له خوا په بند کې وژل شوی و، د شپې له خوا له په خان یونس کې وژغورل شو او د اسرائیل خاورې ته انتقال شو."

کاتزیر چې د برید په وخت ۴۷ کلن و، د خپلې مور حنا سره یوځای د "نیر اوز کیبوتص" له ټولنې څخه وتښتول شو.

د هغه مور د نومبر په ۲۴ مه د غزې په جګړه کې د یوې اوونۍ اوربند په ترڅ کې خوشې شوه. پوځ ویلي، د الاد کاتزیر پلار ابراهام په کیبوتص باندې په برید کې وژل شوی دی.

د هغه خور، کارمیت پالتي کتثر په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې الاد په نیر اوز کې له خپل کور څخه وتښتول شو. هغې د خپل ورور د مړینې پړه پر اسرائیلي چارواکو واچوله او ویې ویل، که چیرې چارواکو د اوربند له نوي تړون سره موافقه کړې وای، نو هغه به ژوندی راستون شوی وای.

هغې لیکلي: "زموږ مشرتابه ډارن او د سیاسي ملاحظاتو په اساس پرمخ وړل کیږي، له همدې امله دا معامله [د اوربند معامله] تر اوسه نه ده شوې."

هغې د اسرائیل حکومت ته په خطاب کې ویلي: "صدراعظم، د جګړې کابینه او د ایتلاف غړي: خپل ځان ته په ښیښه کې وګورئ او ووایه چې ستاسو لاسونه په وینه نه دي ککړ."

د هغې دغه څرګندونې د جګړې د مدیریت په اړه د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په ایتلافي حکومت باندې د فشار شدت منعکس کوي.

دا پداسې حال کې دي چې د اونۍ په پای کې په قاهره کې د مذاکره کونکو څخه تمه کیدله چې د اوربند او د یرغمل اړوند معاملې ته د رسیدو لپاره پداسې حال کې نوې هڅه وکړي چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د جګړې شپږ میاشتنۍ پوره کیږي.

د نومبر په میاشت کې د یوې اونۍ اوربند د جګړې له پیل راهیسې یوازینۍ خبرې وې چې د اسرائیل له بند څخه د فلسطیني بندیانو د خوشې کیدو په بدل کې یو شمیر یرغمل شوي کسان خوشې شول. د هغې وروسته خبرو هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

د غزې تر ټولو خونړۍ جګړه پر اسرائیل باندې د حماس د اکټوبر د اوومې نیټې له برید وروسته پیل شوه په کوم برید کې چې د اسرائیلي مقاماتو په وینا ۱۱۷۰ کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي وو.

په غبرګون کې د حماس د له منځه وړلو په ژمنې سره، اسرائیل پر غزې د هوا، ځمکې او سمندر له لارې پرله پسې بمبارۍ کړي، چې د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، تر اوسه لږترلږه ۳۳۱۳۷ کسان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG