د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیلي ځواکونو د جنرال له خوا د اسرائیل پر سیاسي مشرتابه نیوکې


عکس - ارشیف
عکس - ارشیف

په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو قوماندان د خپل هېواد پر سياسي مشرتابه په بې سارې نيوکې سره له هغوی غوښتي چې د هغو اسرائیلي سرتیرو [د خدمت] "وړ" واوسي چې د فلسطين په خاوره کې د حماس پر وړاندې جنګیږي.

د غزې د جنوب په عمده ښار خان یونس کې د اسرائیل د ۹۸ فرقې قوماندان برید جنرال ډان ګولډفوس له څرګندونو څخه داسې ښکاري چې نوموړی د پوځي خدمت څخه د سخت دریځو ارتودوکس یهودانو د معافیت په وجه ځانګړی دریځ خپل کړی دی.

ددغو څرګندونو وروسته جنرال ډان ګولډفوس، چې د اسرائیل په سیاست کې یې د پوځي افسرانو د نه لاسوهنې اوږدمهاله بندیز مات کړ، د پوځي مشرتابه لخوا ورغوښتل شوی.

ګولډفوس د چهارشنبې په ورځ د اسرائیل په تلویزیون کې په خپرو شویو څرګندونو کې د خپل هیواد مشرانو ته په خطاب کې وویل: "تاسو باید زموږ وړ واوسئ."

هغه له اسرائیلي سياستوالو وغوښتل چې د غزې په جګړه کې چې د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسرائیل پر جنوبي سيمو د بريد له امله رامنځ ته شوې، "افراطیت ته شا کړي او يووالي خپل کړي."

جنرال ګلدفوس ژمنه وکړه چې پوځي قوماندانان او سرتیري به د خپلو کړنو مسولیت په غاړه واخلي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تر اوسه پورې د اکتوبر په اوومه د اسرائیل د استخباراتي ناکامیو لپاره د شخصي مسؤلیت په غاړه اخیستو څخه ډډه کړې او ویلي یې دي چې هر ډول رسمي تحقیقات باید د جګړې وروسته ترسره شي.

خو جنرال ګلدفوس وویل: "موږ به له مسؤلیت څخه ونه تښتو. پداسې حال چې د اکتوبر د اوومې برید په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله د خپلې ناکامۍ مسؤولیت منو، خو په ورته وخت کې مخ په وړاندې روان یوو."

له هغه وخت راهیسې چې اسرائیل د اکټوبر په ۲۷ مه په غزه کې ځمکني عملیات پیل کړل، د پوځ په وینا، ۲۴۹ اسرائیلي پوځیان په فلسطیني خاوره کې وژل شوي دي.

جنرال ګولډفوس د پوځي خدمت څخه د ارتودوکس یهودي اقلیت معافیت موضوع ته چې یوه سیاسي موضوع ده، په اشارې سره د اسرائیل سیاسي مشرانو څخه وغوښتل ترڅو ددې خبرې ډاډ ورکړي چې "په وسله والو ځواکونو کې له خدمت څخه هیڅوک معافیت ونلري."

د اسرائیل د قانون له مخې اکثر یهودي نارینه باید د اسرائیل په پوځ کې خدمت وکړي، خو د ارتودوکس اقلیت غړي له اوږدې مودې راهیسې له پراخو معافیتونه څخه برخمن دي.

تراوسه نتانیاهو او د اسرائیل دفاع وزارت د ګولډفوس دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلې.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د اسوشېټیډ پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG