د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اتومي تړون؛ امریکا اسرائیل ته ډاډ ورکړ


استین د امریکا د دفاع وزیر په توګه په لومړي ځل اسرائیل ته تللی
استین د امریکا د دفاع وزیر په توګه په لومړي ځل اسرائیل ته تللی

د اسرائیل د دفاع وزیر ژمنه وکړه چې د ایران د اتومي تړون په اړه به د امریکا د متحدو ایالتونو سره ګډ کار کوي‌ چې دا ډاډ ترلاسه شي چې له ایران سره په هر ډول اتومي تړون کې به د اسرائیل امنیت خوندي ‌وي.

د اسرائیل د دفاع وزیربیني ګانتز د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۱(وري۲۲)‌ وویل: «یوازې د ایران په اړه نه،‌ اسرائيل په هره عملیاتي برخه کې امریکا خپل ایتلافي ګڼي.‌ موږ له خپلو امریکایي ایتلافیانو سره کارکوو چې ډاډه شو له ایران سره هر نوی تړون به د نړۍ او امریکا مهمې ګټې خوندي ‌کوي، په سیمه کې د خطرناکو وسلو د رقابت مخه نیسي او د اسرائیل دولت به خوندي کوي.»

د امریکا د دفاع وزیر په توګه لویډ آستین په لومړي ځل اسرائیل ته تللی دی. هغه خپل اسرائیلي سیال ته په خبرو کې وویل چې واشنګټن له اسرائیل سره ایتلاف د سیمې د امنیت مرکز ګڼي.

ښاغلی آستین به د اسرائیل له صدراعظم بینیامین نتنیاهو سره هم ویني.‌ هغه له ایران سره د ۲۰۱۵ اتومي‌ تړون ته د امریکا د بیا ورګرځېدو په اړه اندېښنه لري.

نوموړي ویلي‌ دي چې اسرائیل به له ایران سره د اتومي‌ تړون نوې معاملې ته ژمن نه وي‌،‌ هغه دا معامله د ایران د اتومي ظرفیتونو لپاره یو سرپوښ ګڼلی او ویلي‌ دي چې دا کار به د ایران د اتومي بمب جوړولو ته لار پرانیزي.

ښاغلي‌ آستین سره له دې چې‌ د ایران سره معاملې په اړه په ښکاره څه ونه ویل خو یاده یې کړه چې د بایدن حکومت به له اسرائیل او د اسرائیل له خلکو سره د خپل قوي‌ تعهد د یوې برخې په توګه په سیمه کې د اسرائيل د «کیفي‌ نظامي ‌برترۍ» ضمانت روان ساتي.

هغه وویل «له اسرائیل سره زموږ دوه اړخیز روابط په منځني ختیځ‌ کې د سیمې د ثبات او امنیت محور دی. د خپلو غونډو پر مهال مې وزیر ګانتز ته ډاډ ورکړ چې اسرائیل سره زموږ ژمنې دوامداره او قوي‌ دي.»

دا خبرې په داسې مهال کې کیږي‌ چې ټاکل شوې د اروپايي ټولنې د استازو په منځګړتوب د امریکا او ایران ترمنځ‌ د ۲۰۱۵ اتومي‌ تړون ته د بیا ورګرځېدو لپاره په همدې اونۍ کې د غیر مستقیمو خبرو دویم پړاو بیا پيل شي.

ولسمشر ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه ووت او ویې ویل چې په تړون کې خلا وه او ایران ته یې ګټه زیاته وه. ایران هم خپل اتومي پروګرام بیا پیل کړ.

XS
SM
MD
LG