د لاس رسي وړ اتصالات

سکاټ میلر: طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي


په افغانستان کې د غوڅ ملاتړماموریت قوماندان جنرال سکاټ میلر وايي، وسله وال طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي د افغانستان د دفاع وزارت له مرستیال شاه محمود میاخېل سره شمال ته د سفر پرمهال ویلي چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید له رامنځته شوي سیاسي پروسې څخه ګټه واخیستل شي.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو ویلي چې شمالي ته د ښاغلي میلر سفر د شمالي ولایتونو د امنیت ارزولو او له افغان ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ تازه کولو په هدف دی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت نن شنبه د اګست۲۲مه(وږې لومړۍ) په دې اړه پر خپل فېسبوک پاڼه د ښاغلي میلر له قوله لیکلي: "د افغانستان خلک سوله غواړي، دا یو اړتیا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي، ما له افغان امنیتي ځواکونو سره خبرې کړي دي، ټول تاوتریخوالی له تاوتریخوالي څخه پيدا کیږي. ا فغان ځواکونه به له خلکو څخه دفاع ته دوام ورکړي او موږ به په ورته وخت کې یو سوله ایز جوړ جاړي ته د رسېدو لار تعقیب کړو."

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې مېشت د ۳۸ هیوادونو ایتلاف به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته دوام ورکړي، تر څو په راتلوونکي کې د مخالفینو د بریدونو د دفعه کولو توان ولري.

په افغانستان کې دقاطع ملاتړ ماموریت قوماندان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن هم د افغانستان له بېلابېلو برخو څخه د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

پر همدې مهال د جمهوري ریاست ویاند صدیقي صدیقي هم پر خپل ټوېټر لیکلي چې د وسله والو طالبانو وروستیو بریدونو خلک د سولې پر پروسې بې باوره کړي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دفاع وزارت په زابل، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د بریدونو د پر شا تمبولو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې ټولو لورو سولې ته د رسېدو لپاره د ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټينګېدو باندې ټینګار کړی دی.

XS
SM
MD
LG