د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي


په افغانستان کې ایټالوي سرتیري
په افغانستان کې ایټالوي سرتیري

د ایټالیا د دفاع په وزارت کې یوې منبع ویلي چې په یو کال کې دننه به د افغانستان نه د خپلو قواو پر ایستلو غور کوي.

د رویترز اژانس د ایټالیا د دفاع وزارت د دغې منبع له قوله رپوټ ورکړی چې د ایټالیا د دفاع وزیرې الیزابتا ترینتا د پوځ له قوماندانانو غوښتي چې د افغانستان څخه د ایټالوي سرتیرو د ایستلو لپاره په پلان جوړولو پیل وکړي. ددې منبع په وینا "دا کار ښایي د ١٢ میاشتو په ترڅ کې وشي".

ایټالیا د څه دپاسه ١٥ کالو راهیسې په افغانستان کې پوځي حضور لري او د ایتالیا د د فاع وزارت په وینا اوسمهال ٩٠٠ ایټالوي سرتیري د ناټو د قاطع ماموریت په چوکاټ کې خدمت کوي او د امریکا د متحده ایالاتو او جرمني وروسته په افغانستان کې د سرتیرو د شمیر له پلوه په دریمه درجه کې راځي.

د ٢٠٠٣ کال راهیسې تر اوسه ۴٨ ایټالوي پوځیان په افغانستان کې د ماموریت په ترڅ کې وژل شوي دي. د ایټالیا نوی ایتلافي حکومت چې د ٢٠١٨ کال په جون کې یې کار پیل کړی له هماغه وخت راهیسې یې ویلي چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر کموي، خو دا چې ددې هیواد د دفاع وزیرې له افغانستان نه د خپلو ټولو سرتیرو د ایستلو امر کړی دی د ایتلافي حکومت یو شمیر نور چارواکي یې حیران کړي دي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انزو مواویرو میلانیسی خبریالانو ته وویل چې "ما نن دغه خبره اوریدلې ده هغې (د دفاع وزیرې) پدې هکله ماسره خبرې ندي کړي".

د ایټالیا د دفاع وزیره ترینتا د "پنځه ستورو" په نامه سیاسي غورځنگ غړې ده چې د اوږدې مودې راهیسې یې په افغانستان کې د ایټالیا ماموریت ته گوته نیولې. خو د ایتلافي حکومت یو شمیر نور سیاسي گوندونه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د خپل هیواد ماموریت ته ژمن دي.

تیره میاشت رسنیو د امریکایي مقاماتو له قوله ویلي وو چې جمهور رئیس دونالد ټرمپ په پام کې لري چې د افغانستان نه د امریکا د ١۴٠٠٠ زرو سرتیرو نیمایي وباسي.

د ایټالیا د حکومت دغه ناڅاپي تصمیم هم په ظاهره د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو وروسته نیول شوی دی.

XS
SM
MD
LG