د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکايي پوځیانو په استوګنو سیمو کې د مهاجرو ژوند


د اېټالیا په سیسلي ټاپو کې د متحدو ایالتونو د پوځیانو د استوګنې پخوانۍ ودانۍ د کډوالو په میشت ځایونو بدلې شوې دي.

ددغه کوچني ښارګوتي په څلور سوه کورونو کې شاوخوا درې زره بې برخلیکه مهاجر ژوند کوي.

دغه کسان د خپلې خوښې وړ اروپايي هېواد ته د رسیدو په تمه د مدیترانې له سمندر څخه ایټالیا ته ځانونه رسولي دي.

که څه هم چې د کورونو شاوخوا د تلاشۍ پوستې، اغزن موانع او نور امنیتي تدابیر نیول شوي خو مهاجرینو ته د هغوي په خوښه د ژوند کولو زمینه برابره شوې ده.

کمپ ته له رسیدو سره سم، مهاجرینو ته ویل کیږي چې کیدی شي تر شپږو میاشتو پدې سیمه کې پاتې شي. خو د مهاجرینو د پناه غوښتنې په بهیر کې د خنډ او ځنډ له امله اکثره خلک د زیاتې مودې لپاره پاتې کیږي.

که څه هم چې د مهاجرینو پدغو میشت ځایونو کې د جنسي تیریو او نورو جرایمو خبر ورکړل شوی، ځېنې کسان د خپلو اړوندو هېوادونو په پرتله دغه کمپ کې ژوند کول غوره بولي.

یوسف اویرخوا په ۲۰۱۶ کال کې د نایجریا له هېواد څخه مهاجر شو. هغه وایې چې "د مینې احساس کوم. دلته چې زه هرڅه وغواړم دوي راسره مرسته کوي."

هارونا مریګه دوه کاله وړاندې له مالي څخه اېټالیا ته ورسید. د هغه د پناه غوښتنې اسناد نه دي منل شوي خو تمه لري چې محکمه یې د غوښتنلیک په منلو سره په اېټالیا کې د ژوند کولو زمینه ورته برابره کړي.

په اېټالیا کې شاوخوا څلوېښت کمیسیونونه د مهاجرینو او پناه غوښتونکو غوښتنلیکونو ته رسیدګي کوي. يواځې محکمه کولی شي د مهاجرو په اړه ددغو کمېسیونونو پریکړه رد یا ومني.

مریګه چې د محکمې فیصلې ته په تمه دی، وایې:"هیله لرم چې آشپز شم."

XS
SM
MD
LG