د لاس رسي وړ اتصالات

د جبار قهرمان د وژنې په تور کسان نیول شوي


جبار قهرمان په لښکرګاه کې په خپل ټاکنیز کمپاین کې ووژل شو
جبار قهرمان په لښکرګاه کې په خپل ټاکنیز کمپاین کې ووژل شو

په هلمند کې پولیس چارواکي وایي چې طالبانو چاودېدونکي توکي ښاغلي قهرمان ته نژدې ځای پر ځای کړي وو.

د هلمند د پولیسو ویاند عبدالسلام افغان امریکا غږ اشنا ته وویل چې د وژنې په تور یې پنځه/شپږ کسان نیولي دي او دا مهال ترې پلټنې کیږي. هغه وویل چې په نیول شویو کسانو کې د ښاغلي قهرمان ځینې ساتونکي/باډیکارډان هم شامل دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او د راروانو ټاکنو کاندید په لښکرګاه ښار کې په خپل ټاکنیز دفتر کې د چهارشنبې په سهار (اکتوبر۱۶) په یوې چاودنې کې ووژل شو.

ښاغلي قهرمان د خپل دفتر په انګړ کې د خپلو پلویانو سره په خبرو بوخت و چې چاودنه وشوه. هغه لومړی ژوبل او بیا په روغتون کې مړ شو.

لا دقیق معلومات نشته چې دا مواد څنګه د ښاغلي جبار د کمپاین دفتر او بیا د هغه تر څوکۍ لاندې او یا څوکۍ ته نژدې ځای پر ځای شوي دي.

د هغه د کمپاین دفتر د هلمند د والي استوګنځای ته نژدې و. طالبانو د دغې چاودنې مسولیت منلی دی او هغه یې یو"تکتیکي انفجار" بللی دی.

دا په یوې اونۍ کې په هلمند کې دویم کاندید دی چې وژل کیږي. تېره اونۍ بل کاندید صالح محمد اڅکزی په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. له هلمند څخه د وژل شویو کاندیدانو په ګډون ټولټال ۹۲ کسان نوماندان دي.

هلمند په ولسي جرګې کې اته څوکۍ لري چې دوې یې ښځو ته ځانګړې دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG