د لاس رسي وړ اتصالات

ترانسپورټ وزارت: هڅه کوو د کابل ـ جلال اباد لار ژر خلاصه کړو


دغه لار له تېرې ورځې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده
دغه لار له تېرې ورځې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده

د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، د دوی کاري ټېمونو د کابل ـ جلال اباد لورې د بېرته خلاصولو هڅې پيل کړي دي.

دغه لویه لار د سختو اورښتو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله د تېرې ورځې راپدېخوا په څو ځایونو کې د ټرافیکو پر مخ بنده شوې ده.

د ټرانسپورټ وزارت د «تلې پر۱۱مه» په یوې اعلامیې کې له موټر چلوونکو څخه غوښتي، چې د دغه وزارت تر بلې خبرتیا دي پر یاده لار تګ راتګ نه کوي.

پر همدې مهال د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز هم پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د کابل ـ جلال اباد لار د تنګي ابریشم په سیمه کې د غر ښویېدنې له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د کابل ـ جلال اباد لار له مرکز کابل سره د ختیځو ولایتونو په نښلولو سره د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ګڼل کېږي، چې ترڅنګ یې ګڼ شمېر افغانان له یادې لارې څخه په تېرېدو پېښور ته هم تګ راتګ کوي.

ویل کېږي، له تېرې ورځې راپدېخوا د دغه لارې د بندېدو له امله زرګونه مسافر د لارې دواړو خواو ته بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په دې وروستیو کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د اورښتونو او سېلابونو د را وتلو خبر ورکړی و.

XS
SM
MD
LG