د لاس رسي وړ اتصالات

مس عینک کې موندل شوي لرغوني توکي جاپان ته وړل شوي


جاپاني چارواکي وایي ملګرو ملتونو ترې غوښتي چې دا اثار ورغوي
جاپاني چارواکي وایي ملګرو ملتونو ترې غوښتي چې دا اثار ورغوي

د افغانستان دوه لرغوني توکي دخوندي ساتلو لپاره جاپان ته وړل شوي.

دغه توکي چې د بودا د مجسمې برخې دي په لوګر کې د مس عینک له تاریخي سیمې څخه ویستل شوي او تېره میاشت جاپان ته انتقال کړل شوي دي.

د بودا یوه مجسمه چې په یو خټین قاب کې جوړه شوې ۷۹ سانتي مېتره اوږده او ۱۱۷ سانتي مېتره پلنه ده. بودا ناست ده او پلویان یې ترې شاوخوا راتاو دي.

دویمه مجسمه یې بیا یوه خټینه ککرۍ ده.

جاپاني چارواکي وايي هڅه کوي د افغانستان د تاریخي اثارو د رغولو ځای جوړي کړي
جاپاني چارواکي وايي هڅه کوي د افغانستان د تاریخي اثارو د رغولو ځای جوړي کړي

د جاپاني اسهي شمبون ویبسایټ وايي چې دا دواړه مجسمې د توکیو د هنرونو په پوهنتون کې نندارې ته اېښودل شوي دي. تېرکال داسې یو پلان جوړ شو چې د افغانستان مخ پر خرابېدو او ویجاړېدو تاریخي اثار دې په جاپان کې ورغول شي.

د پوهنتون یو پروفیسور تکاسیو کیجما دغه ویبسایټ ته ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علیمي او فرهنګي میراثونو سازمان (یونیسکو) ادارې او د افغانستان د ملي موزیم چارواکو له پوهنتون څخه غوښتي چې د مس عینک پاتې شونې ترمیم کری.

ښاغلي کیجما هيله ښودلې ده چې د مس عینک د پاتې شونو لپاره به په جاپان کې یو خوندي ځای جوړ شي او ځانګړي کسان ورته وروزل شي چې څنګه دغه تاریخي اثار بیا ورغوي.

مسک عینک د بودایانو لرغونی ښار و
مسک عینک د بودایانو لرغونی ښار و

د کابل په ۴۰ کیلو مېترۍ کې د مس عینک په کان کې تاریخي مجسمې، دیوالونه او نور اثار خوندي دي.

د تاریخي روایتونو له مخې مس عینک د درېېمې او اتمې پېړیو ترمنځ د بودایان ښار و.

دا ښار په ۲۰۰۷ کال کې له هغه وروسته وموندل شو چې یو چینایي شرکت د مس عینک د کان سپړل پیل کړل.

له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا یو شمېر هېوادونو له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي چې دا تاریخي ښار او په کې شته اثار خوندي کړل شي.

XS
SM
MD
LG