د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د واکسین برخه کې له افغانستان سره ۵.۵ میلیون ډالر مرسته کوي


په افغانستان کې د جاپان سفارت وايي، له افغاستان سره د کوید-۱۹ واکسین «د ښه کیفیت او عادلانه ویش» د ملاتړ په موخه ۵.۵ میلیون ډالر مرسته کوي.

د افغانستان لپاره د جاپان سفارت د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) لیکلي چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) په همکارۍ د کولډ چین سیسټم (Cold-Chain system ) ښه کولو په موخه ولګول شي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې تر دا مهاله څه باندې ۱۱ میلیون او ۹۷۷زره کسانو د کروناویروس ضد واکسین کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ویروس ضد واکسین تازه ملي کمپاین د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ د روان میلادي کال د جولای میاشتې پر ۱۶مه پیل او د اګست میاشتې پر ۱۴مه پای ته ورسېد.

ویل کیږي چې په دغه کمپاین کې تر اتلس کلنۍ پورته څلور میلیون او ۴۰۰زره کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق شو.

ښاغلي زمان زیاته کړه چې په افغانستان کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې له ۲۴مې څخه بیا تر دا مهاله په دغه هیواد کې ۲۰۱زره او ۱۷۶ کسان په کرونا اخته شوي چې هغه جملې څه باندې ۷۸۰۰ کسان ناروغان مړه شوي دي.

د کرونا ویروس ناروغي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې رامنځته شوه چې وروسته نورې نړۍ ته هم پراخ شو.

د امریکا محتده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې ۶۲۴میلیون او ۶۹۰زره کسان په کرونا اخته شوي چې له جملې څخه یې شپږ میلیون او ۵۶۷ ناروغان مړه شوي دي.

د خوارځواکۍ په برخه کې مرسته

پر همدې مهال د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان د بشردوستانه صندوق او نورو ملاتړو بنسټونو په همکارۍ یې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنې ۱۱۰ مرکزونو ته تجهیزات او روغتیايي لوازم برابر کړي دي.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه ملاتړ به په سختې خوارځواکۍ اخته څه باندې ۲۰زره ماشومانو سره مرسته وکړي.

د دغه سازمان معلومات ښيي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په خوارځواکۍ اخته څه باندې ۳۴۰۰۰ ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو د درملنې ۱۲۳ روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG