د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان یو خصوصي شرکت غواړي 'سپوږمۍ ته تګ راتګ اسانه او ارزانه' کړي


د "آی سپېس" په نوم یو جاپاني خصوصي شرکت چارواکي وايي هڅه کوي په فضا کې د انسانانو د ژوند کولو دپاره زمینه برابره کړي او سپوږمۍ ته تګ راتګ اسانه او ارزانه کړي.

ددې شرکت یوه فضايي بېړۍ نن یکشنبې سهار وختي دسمبر ۱۱ (لیندې ۲۰) د امریکايي شرکت (SpaceX) د یو راکټ په مټ د امریکا له فلوریډا ایالت څخه د سپوږمۍ په لور وتوغول شوه.

دا لومړی ځل دی چې یو جاپانی خصوصي شرکت سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ استوي. د "آی سپېس" رئيس تکشي هکامادا وویل: "زموږ دا لومړنی ماموریت به د سپوږمۍ له ظرفیت څخه ګټه اخیستنې او په یو پیاوړي او متحرک اقتصادي سیسټم باندې بدلولو ته لاره هواره کړي."

دې جاپاني شرکت سپوږمۍ ته په لېږلي فضايي بېړۍ باندې د "سپین سوی" نوم ایښی. ټاکل شوې چې دا بیړۍ د راتلونکي کال، چې جاپانیان یې د سوی یا خرګوش کال ګڼي، د اپریل په میاشت کې د سپوږمۍ ښکاره طرف ته ورسیږي.

تر اوسه یوازې امریکا، روسیه او چین توانېدلي دي چې سپوږمۍ ته بیړۍ ولیږي.

د جاپان په فضايي بیړۍ کې د متحده عربي اماراتو یوه پلټونکې آله (روور) هم سپوږمۍ ته لېږدول کیږي.

دا لومړی ځل دی چې یو عربي هېواد سپوږمۍ ته د رسېدو تکل کوي. متحده عربي اماراتو تېر کال یوه فضايي بیړۍ د مریخ مدار ته لېږلې وه.

سپوږمۍ ته په روانې شوې فضايي بیړۍ کې د جاپان د فضايي ادارې له خوا جوړ شوي دوه روباټان هم سفر کوي.

XS
SM
MD
LG