د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان، بریتانیا او ایټالیا په ګډه جنګي جټ الوتکه جوړوي 


بریتانیا، ایټالیا او جاپان د جمعې په ورځ وویل چې دوی به په ګډه د راتلونکي عصر جنګي جټ الوتکې د جوړولو پروژه پیل کړي چې د بریتانیا د صدراعظم ریشي سوناک په وینا دا کار به ملي امنیت تضمین او زرګونه دندې خوندي کړي.

دغو درې واړو هیوادونو د خپلو متحدینو اروپا او متحده ایالاتو سره د همکارۍ امکان څرګند کړ چې هغوی هم خپل "شپږم نسل" الوتکې جوړوي او ژمنه یې وکړه چې د چین او روسیې په څیر ګواښونو پر وړاندې د ټولو متحدینو سره په ګډه "متقابل عمل" ته دوام ورکړي.

دغه نوی "نړیوال جنګي هوایی پروګرام" په پام کې لري چې تر ۲۰۳۵ کال پورې خپلې لومړنۍ جټ الوتکې تولید کړي، چې ددغو دریو هیوادونو پر مصرفه موجوده څیړنې په نوې هوایي جنګي ټکنالوژۍ بدلې کړي چې د پټو عملیاتو د ظرفیت څخه تر لوړ ټکنالوژیکو سینسرونو لرونکي دي.

ښاغلي سوناک په ختیځ انګلستان کې د شاهي هوايي ځواک له یوې اډې څخه د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل: "موږ د نړۍ یو له هغو څو هیوادونو څخه یو چې د تخنیکي پلوه پرمختللې جنګي الوتکې د جوړولو وړتیا لري."

هغه وویل، "دا مهمه ده ځکه چې دا پدې مانا ده چې موږ کولی شو هیواد له نویو ګواښونو څخه خوندي وساتو چې ورسره مخامخ یو. دا زموږ اقتصاد ته میلیاردونه [پونډه] ګټه رسوي او په ټول هیواد کې د لسګونو زرو کارونو ملاتړ هم کوي. بلکې دا زموږ د نړیوال شهرت لپاره هم ښه دی."

دا اعلان د عکسونو د یوې نندارې سره مل و چې د جاپان د فوجي غره، لندن ښار او روم ښار دپاسه ددغه نوې جیټ الوتکې پرواز یې انځوراوه.

په یوه ګډه اعلامیه کې، درې واړو هیوادونو وویل چې دا پروژه به په داسې وخت کې "زموږ پرمختللی نظامي وړتیا او ټکنالوژیکي ګټې ګړندۍ کړي" چې په ټوله نړۍ کې "ګواښونه او تیري مخ په ډیریدو دي".

خو په توکیو کې چارواکو ټینګار وکړ چې جاپان له واشنګټن سره له خپل نږدې پوځي اتحاد څخه نه شاته کیږي. د امریکا دفاع وزارت د جاپان له دفاع وزارت سره په یوه بله ګډه اعلامیه کې ویلي چې د دې پروژې ملاتړ کوي.

د برتانیا او ایټالیا لپاره، دغه نوې جیټ به د یورو فایټر توپان الوتکو ځای ونیسي چې د جرمني او اسپانیا په ګډون د نورو اروپایی متحدینو سره په ګډه رامینځته شوی و.

د راتلونکي نسل جنګي جیټ الوتکو لپاره، جرمني او اسپانیه له فرانسې سره په ګډه پروژه کې یوځای شوي، پداسې حال کې چې متحده ایالات د پراختیا لپاره جلا پلانونه لري، او همداشان چین او روسیه هم ځانته پروژې لري.

متحدو ایالاتو د ډسمبر په دریمه (لیندۍ ۱۲) خپله نوې بم غورځونکې الوتکه "B-21" چې په پرمختللې ټکنالوژۍ سمباله ده او د اټومي وسلو د لیږد وړتیا هم لري، نندارې ته وړاندې کړه.

دغه الوتکه چې رادار یې نشي موندلی له څو کلونو پټ کار وروسته بشپړه شوې او په راتلونکې کې له چین سره د امریکا د احتمالي جګړې په اړه زیاتیدونکو اندیښنو ته د پنټاګون ځواب ګڼل کیږي.

دغه نوې جنګي الوتکه په څه باندې ۳۰ کلونو کې د امریکا لومړۍ نوې جنګي الوتکه ده چې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG