د لاس رسي وړ اتصالات

جاپانی میلیارډر فضا کې له ۱۲ورځو تیرولو وروسته ځمکې ته ستون شو 


جاپانی میلیارډر یوساکو میزاواو له فضا څخه ځمکې ته د راستنیدو وروسته
جاپانی میلیارډر یوساکو میزاواو له فضا څخه ځمکې ته د راستنیدو وروسته

جاپانی میلیارډر یوساکو میزاواو، او د هغه مرستیال یوزو هیرانو په نړیوال فضایي مرکز کې د ۱۲ورځو تیرولو وروسته د ډسمبر په ۲۰ (لیندۍ ۲۹) د روسي ستورمزلي الکساندر میسورکین، سره یوځای ځمکې ته ستانه شول.

روسۍ سیوز سپوږمکۍ چې دغه درې تنه په کې سپاره وو د قزاقستان په ژیزکازګان ښار کې له فضا څخه راکوزه شوه او د روسیې د فضایي څیړنو ادارې وویل چې ددې سپوږمکي د ټولو مسافرو روغتیایي وضعیت ښه دی.

دوی به له دوو څخه تر دریو اونیو پورې د ډاکټرانو تر څارنې لاندې وي چې بدن یې بیرته د ځمکې له چاپیریال سره برابر شي. ټاکل شوې چې هغوی به د چهارشنبې په ورځ فضا ته د خپل سفر په اړه په یو خبري کنفرانس کې برخه واخلي.

دغه جاپانی میلیارډر په فضا کې د ۱۲ورځنۍ اوسیدنې په ترڅ کې خپل ورځنی ژوند د خواړو او بیده کیدو څخه نیولی د غاښونو په بورس کولو او تشناب ته د تګ پورې ټول په ویدیو کې ثبت کړی او هغه یې د خپل یوتیوب په مشهور کانال کې خپور کړی دی.

میزاوا، هیرانو او میسورکین د ډسمبر په اتمه نړیوال فضایي مرکز ته ورسیدل او ددې مرکز د اوو تنو عملې سره یوځای شول.

دغه ۴۶کلن جاپانی میلیارډر په پام کې لري په ۲۰۲۳کال کې د امریکایي شرکت سپیس‌اکس په سپوږمکۍ کې فضا ته سفر وکړي او اته تنه له ځان سره بوزي.

له جاپاني خبریال تویوهیرو اکییاما، وروسته چې په ۱۹۹۰کال کې په فضا کې د میر تم ځای ته سفر وکړ میراوا او مرستیال یې د جاپان لومړني عادي اوسیدونکي دي چې فضا ته د سیل لپاره ځي.

روسیه فضا ته د سیلانیانو او عادي خلکو د د انتقالولو تاریخ لري او هیله لري چې پدغه مخ په ودې بازار کې برلاسې شي، خو په وروستیو کلونو کې سترو امریکایي پانګه والو لکه ایلن مسک، جف بیزوس او ریچارد برانسون هم فضا ته په سوداګریزو پروازونو کې ښه پرمختګونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG